د امریکا د کانګرس یو شمېر جمهوري غوښتونکي سناتوران پر طالبانو د بندیزونو لګولو هڅه کوي

Senator Jim Risch

د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو څه کم دوه کاله وروسته، د امریکا د سنا څو جمهوري غوښتونکي غړي غواړي د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر پر طالبانو د سختو نویو بندیزونو د لګولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړي.

د فاکس نیوز خبري شبکې د رپوټ له مخې دغه لایحه د امریکا له ولسمشره غواړي چې پر طالبانو د تروریستي فعالیتونو، د مخدره موادو د قاچاق او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګوي.

که دغه لایحه تصویب شي، د طالبانو تر ولکې لاندې ملکیتونو سره به ټولې معاملې بندې او منع کړي، او همدارنګه امریکا ته د هغوی د راتګ لپاره به ټولې ویزې او یا نور اسناد باطل کړي.

دغه قانوني لایحه چې د «طالبانو د بندیزونو قانون» نومول شوې، د آیدهو ایالت سناتور جیم ریش او د اتلسو نورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو لخوا وړاندې کیږي.

سناتور جیم ریش، ویلي چې کانګرس باید د لایحې د تصویب لپاره ګړندی عمل وکړي ځکه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو له قوي شتون پرته د طالبانو نفوذ وده کوي.

سناتور جیم ریش فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط راهیسې، طالبانو د افغانستان ښځې، اقلیتونه او ځوانان تر فشار لاندې راوستي، سختو اړمنو افغانانو ته یې مرستې منحرفې کړي، د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې یرغمل نیولي کړي او اجازه یې ورکړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي. له بده مرغه، د بایډن ادارې غبرګون د طالبانو د ناوړه چلند په راکمولو کې پاتې راغلی."

هغه وویل، «موږ یواځې د طالبانو په غندلو سره نشو کولای له هغوی څخه د چلند د بدلون تمه وکړو.» او زیاته یې کړه چې، "د امریکا له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره، افغانستان په یو منزوي هېواد بدل شوی او زموږ تګلارې باید دا واقعیت منعکس کړي."

دا لایحه له طالبانو غواړي چې د نورو بندیزونو د مخنیوي لپاره باید له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي، بشردوستانه ډلو ته د زیان منونکو افغانانو سره د مرستو لپاره بشپړ لاسرسی ورکړي، هغو افغانانو ته چې غواړي له هیواده ووخي اجازه ورکړي، لو بشري حقونو، د ښځو حقونو او د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او د پخوانیو ژمنو برخلاف چې د دوی به د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله ډیر اعتدال پالي، د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار یې ډېر محدودیتونه وضع کړل.

طالبانو نه یوازې ښځې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړي، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته یې له تګ څخه هم منع کړي دي. دا ډله یوازې نجونو ته اجازه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته ولاړې شي. سربیره پردې، میرمنې د تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او سپورت کلبونو ته د تګ څخه منع دي.

طالبان وايي، ښځو ته د "اسلامي شریعت او افغاني کلتور" پر بنسټ د کار او زده کړې اجازه ورکوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي، تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه ایران، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبیکستان او روسیې د دې ډلې ډپلوماتان منلي دي.