د پاریس د اقلیمي تړون د عملي کولو هوکړه

امریکا، روسیه، سعودي عربستان او کویت د دې موافقې ملاتړ ندی کړی

له اوږدو او جنجالي بحثونو وروسته، د یکشنبې په ورځ (ډسمبر ١٦) د پولند کیتوایس کې متخصصو چارواکو موافقه وکړه چې ټول هیوادونه باید په ٢٠١٥ کال کې په پاریس کې د لاسلیک شوي تړون اصول عملي کړي.

خو د چاپیریال ساتنې فعالین او ځیني هیوادونه چې ډیر کلک اقدامات یې غوښتل په دې په غوسه دي چې په دوو مهمو مسلو باندې پریکړه تر راتلونکې کاله پورې وځنډول شوه.

په پولند کې د اقلیم د بدلون د غونډې مشر مایکل کورتیکا وویل "ډیره گرانه ده چې ٢٠٠ هیوادونه په یوې مشخصې او تخنیکي موضوع باندې موافقه وکړي. په داسې یو وضعیت کې هر گام یوه لاسته راوړنه ده او د دغه موافقې په مټ به زرگونه نور کوچني گامونه پورته شي."

ښاغلي کورتیکا زیاته کړه چې په دغه موافقه کې هر هیودا به داسې یو څه پیدا کړي چې خوښ یې نه وي ځکه ډیره هڅه شوې چې د ټولو هیوادونو منافع کې انډول وساتل شي.

په ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون د کنوانسیون د مسودې جگپوړې مشرې پتریشیا اسپیننوسا د کنفرانس گډونوالو ته د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتیرش پیغام ولوستو.

د تیلو غني هیوادونه لکه امریکا، روسیه، سعودي او کویت د دې موافقې ملاتړ ندی کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ پریکړه کړې چې د پاریس د اقلیمي تړون څخه ووځي او د انرژۍ د یوې منبعې په توگه د سکرو د کیندنې کار او استعمال زیات کړي.