حکومت او یاغیانو دواړو په سوریه کې جنګي جرمونه کړي

ملګري ملتونه د سوریې د حلب په ښار کې د جګړې په هکله په تحقیقاتو کې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې حکومتي ځواکونو او مخالفینو جنګي جرمونه کړي. په راپور کې ویل شوي چې حکومتي الوتکو قصداً په هغو موټرو هوایي برید کړی او څوارلس تنه یې وژلي دي چې خلکو ته یې بشري مرستې رسولې.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د سوریې او روسیې الوتکو په منظم ډول هره ورځ د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې هوایي بمبارۍ کړي. پدې بمباریو کې سل ګونه خلک وژل شوي او روغتونونه هم پکې تبا شویدي.

ملګري ملتونه وایې چې په بمباریو کې د خوشه اي بمونه کارول شوي او د الوتکو لخوا په هغو سیمو اچول شوي چې زیات شمیر خلک پکې ژوند کوي. په راپور کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې یاغیان او عام خلک یو شان په نښه شوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې " جنګي جرم" ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا ندي په ډاګه شوي چې خوشه اي بمونه د سوریې حکومتي او که روسیې الوتکو غورځولي دي او یا یې ښایي دواړو دا کار کړی وي ځکه چې په راپور کې ویل شوي چې د حلب په ښار کې د هوایي فضا د ساتنې مسؤلیت یوازې د روسیې او سوریې د الوتکو و.

ملګرو ملتونو دغه راپور د شاوخوا درې سوه کسانو سره د مرکو پر اساس چې د پیښې قربانیان او عیني شاهدان دي، برابر کړی او د تحقیقاتو لپاره یې د سیمې عکسونه هم اخیستي دي چې معاینه یې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د سوریې د حکومت هیلوکوپترو په 2016 کال کې هره ورځ د کلورین بمونه غورځولي دي چې سل ګونه ملکیان پکې وژل شویدي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو قوانینو له مخې په جګړو کې د دغو وسلو نه کار اخیستل منع شویدي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې حکومتي ځواکونو ختیځ حلب د هرې خوا نه محاصره کړی و او خلکو ته یې ویلي و چې یا تسلیم شئ او یا به د ولږې نه مړه شئ.

په راپور دا هم راغلي چې د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو په لویدیځ حلب کې چې د حکومت په لاس کې و، د هاوان توغندي وار کړي چې لس ګونه کسان پکې وژل شوي او ژوبل شویدي.

یاغیانو همدارنګه ملکي کسان دیته نه پریښودل چې د ختیځ حلب نه ووځي، د هغوي نه یې د انساني سپر په توګه کار اخیسته او هم یې د شیخ مقصود په ولسوالۍ کې په کردانو بریدونه کړیدي چې دواړه پیښې یې جنګي جرایم ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د سوریې حکومتي ځواکونو په اصطلاح " ړنده بمباري" کړې او په خلکو یې خوشي اي، بیرلي ، اور اخیستونکي بمونه او زهرجن کیمیاوي مواد کارولي دي.

د ملګرو ملتونو تحقیق کوونکو په راپور کې د سوریې په حکومت تور لګولی چې پروسږکال د سپټمبر د میاشتې په 19مې نیټې یې د لویدیځ حلب په یوې کلیوالې سیمې کې د ملګرو ملتونو او سره صلیب په کارکوونکو " ښه سنجول شوې او بې رحمانه" هوایي بمباري وکړله او څوارلس کارکوونکي یې ووژل.

ملګرو ملتونو پخوا دغه پیښه څیړلې وه خو دا یې نه وه معلومه کړې چې آیا دا کار د سوریې حکومت کړی که نه.