ګراهام او والټز: په هره بیه چې وي طالبان دې په رسمیت نه پيژندل کیږي

د متحده ایالتونو د کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ته د یوه لیک په استولو سره د یاد سازمان له خوا په رسمیت د طالبانو د حکومت د پيژندلو په اړه جدي اندیښنه ښودلې او دا ډول اقدام یې د هغو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی چې ملګري ملتونه یې د دودیدو په هڅه کې دي.

سناتور لنزي ګراهام او د استازو د مجلس غړي مایکل والټز چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي په دې لیک کې ټینګار کړی چې"په هره بیه کیږي، په رسمیت د طالبانو د پيژندلو څخه ډډه وشي او د هغوی په وینا ، د ملګرو ملتونو چوکۍ باید داسې یو رژیم ته ورنکړل شي چې غړي یې د ترهګرو په توګه ثبت دي."

د طالبانو د سرپرستې کابینې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د طالبانو د رهبري یو شمیر غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي.

په دې لیک کې چې د نومبر په ۱۷ نیټه خپور شوی او یوه کاپي یې د پولټیکو په ویب پاڼه کې خپره شوې راغلي:" افغان طالبانو د میرمنو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، د امریکا او ناټو پخواني همکاران یې تعقیب کړي او وژلي ، د بیان ازادي‌ او مطبوعات یې ځپلي او د القاعده او حقاني شبکې په شان بهرنیو ترهګرو سازمانونو سره یې خپل روابط ټینګ کړي دي."

دغو دوو جمهوري‌ غوښتونکو سیاستوالو استدلال کړی هر حکومت که دا ډول رفتار ولري، په نړیواله کچه په رسمیت د پيژندلو مستحق ندی. هغوی همدارنګه څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د طالبانو غړیتوب د یوه نړیوال سازمان په توګه د یاد بنسټ مشروعیت کمزوری کوي.

له ترهګرو ډلو په ځانګړې ډول القاعده سره د طالبانو د روابط غوڅیدل له امریکا سره د یادې ډلې د هوکړې یو تعهد دی، خو امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو د زیاتیدو او د القاعده د حضور د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ګراهام او مایکل والتز همدارنګه ویلي چې د طالبانو پر ډلې دې د ملګرو ملتونو بندیزونه لغوه نشي او د ۱۹۹۰ لسیزې په شان یادې ډلې ته دې رسمیت ورنکړل شي او په عوض کې دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان د پخواني حکومت استازي ته ورکړل شي.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې له پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي‌ اماراتو پرته، بل هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه وو پيژندلی.

ملګرو ملتونو هم په هغه وخت کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د وخت حکومت چې د هغه هیواد پر یوې وړه جغرافیا یې کنټرول درلود او د طالبانو په وړاندې یې مقاومت کاوه، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی وو.

یادو امریکایي قانون جوړونکي لیکلي د " افغانستان د مشروع حکومت له سقوط وروسته" له هغه هیواد سره د مرستو ضرورت زیات شوی دی، خو ددغو دوو سیاستوالو په وینا، طالبانو له دې مرستو د ځان په ګټه فایده اخیستې او پر هغو کسانو یې ویشلي ده چې د طالبانو د رژیم ملاتړي دي.

دغه دوه امریکایي قانون جوړونکي وایي اوسنی حالت د منلو و ندی او دواړو ټینګار کړی چې دا د ملګرو ملتونو مسولیت دی څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې مستحقو کسانو ته رسیږي او له هغو څخه د طالبانو د سیاسي ګټو د پرمخ بیولو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

د افغانستان د پخواني حکومت له پاشل کیدو او پر هغه هیواد د طالبانو له واکمنیدو وروسته ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی او دې مسلې ته یې د نړیوالې ټولنې د جدي‌ پاملرنې غوښتنه کړیده.

دغو دوو قانون جوړونکو په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره د ټلفوني اړیکي خبر ورکړ او ویې ویل چې د بشري‌ حقونو او آزادي‌ لپاره د هغه د مبارزې قدر کوي.

ښاغلي والتز او سناتور ګراهام ویلي له احمد مسعود سره تر ټلفوني‌ اړیکي وروسته ، ورته روښانه شوې چې طالبان یوه "عمیقا منفوره" ډله ده او ټول افغانستان له طالبانو څخه "کرکه" لري .

هغوی طالبان یوه ترهګره ډله بللې او زیاته کړې یې ده چې له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره تړلي کسان د طالبانو په سرپرسته کابینه کې شامل دي.‌