یونان کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ په ډوبیدو کې ۵۹ کسان مړه او په لسګونو بې درکه شوي 

د پناه غوښتونکو کښتۍ

یوناني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) اعلان وکړ چې د یونان په جنوبي ساحل کې د کب نیونې یوه کښتۍ چې مهاجر یې لیږدول ډوبه شوې او لږ تر لږه ۵۹ تنه په کې مړه او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

د مقاماتو په وینا د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي او تر اوسه ۱۰۴ کسان ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ساتونکو ویلي تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کسان لادرکه دي.

د ساحلي ساتونکو شپږ کښتۍ، د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ، یوه پوځي مسافر وړونکې الوتکه، د هوايي ځواک یوه هیلکوپتر، څو شخصي بېړۍ او د اروپايي اتحادیې د سرحدونو د ساتنې ادارې (Frontex) یوه بې پیلوټه الوتکه د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

ګومان کېږي چې دغه کښتۍ د لیبیا له ختیځ طبرق ساحې څخه ایټالیا ته روانه وه. د ایټالیا ساحلي ساتونکي د سه شنبې په ورځ، یوناني مقاماتو او فرونټکس ته ددې کښتۍ ړ نژدې کیدو په اړه خبرداری ورکړی و.

په دې اړه چې دغه کډوال د کوم هېواد دي څه ندي ویل شوي، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو او سختو شرایطو له امله د اژه سمندرګي له لارې اروپا ته تلونکي اکثر یې د افغانستان، سوریې او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع دي چې د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

لیبیایي مقاماتو د روانې میاشتې له پیل راهیسې د دغه هېواد په ختیځ کې د کډوالو د ځپلو عملیات پیل کړي او تر اوسه یې د مصریانو، سوریایي، سودانیانو او پاکستانیانو په ګډون څو زره کډوال نیولي دي. د لېبیا چارواکو زیات شمیر مصریان د ځمکې له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د لیبیا په لوېدیځ کې هم مقاماتو د دغه هېواد په پلازمېنه طرابلس کې د کډوالو پر مرکزونو چاپه وهلې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا یې شاوخوا ۱۸۰۰ کډوال نیولي دي.

د پیښې دمخه، د متحده ایالاتو بیرغ لرونکي کروز تفریحي کښتۍ کې سپاره ۹۰ پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه وژغورل شول کله چې یې د خطر اعلان وکړ.

پر دې سربیره تیره چهارشنبه د یونان د کرټ ټاپو په جنوبي ساحل کې د سیلانیانو یوه کښتۍ چې ۸۱ تنه کډوال پکې سپاره ول وژغورل شوه او ساحل ته انتقال شوه.