د افغانستان کړکیچ؛ یونان د مهاجرینو ۲ مقید کمپونه پرانیستل

په یونان کې چارواکو ویلي چې په نوي کمپ کې به د کډوالو لپاره آسانتیاوې ډیرې وي.

په یونان کې چارواکي وایي د کډوالو دوه کمپونه چې د زیاتو محدودیتونو له کبله پرې د بشري حقونو ادارو انتقادونه کړي وو نن شنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) پرانیستل شوي دي.

په یونان کې چارواکو د دې کمپونو د پرانیستلو د علت په هکله څه ندي ویلي خو په افغانستان کې روان کړکیچ په اروپا کې چارواکو سره د کډوړالۍ د نوې څپې ویره پیدا کړې.

د یونان د کډوالۍ د چارو وزیر ناټیس میتاراچي د لیروس او کاس په ټاپوګانو کې د دې کمپونو د پرانیستلو د اعلان پر وخت وویل چې "نوې دوره پیلیدونکې ده".

ښاغلي میتاراچي زیاته کړه، " مونږ خپل ټاپوګان د کډوالو د ستونزو او عواقبو څخه یې پاکوو. هغه انځورونه چې د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۹ پورې مو لیدلي، اوس په ماضي کې دي".

په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې، عراق او افغانستان څخه څه باندې ۱ میلیون کډوال چې غوښتل یې اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي، د ترکیې نه د بحر د لارې یونان ته تللي وو.

پدې کمپونو کې هم د نورو کمپونو په شان شاوخوا اغزن سیم تاو شوی، د څارنې امنیتي کمرې، د سکین کولو اکسرې ماشینونه او مقناطیسې دروازې پکې نصب شوي او د شپې لخوا به یې دروازې تړلې وي.

چارواکي وایي چې په کمپ کې د څښاک اوبه، تشنابونه او د لا ډیر امنیت تدابیر نیول شوي ځکه چې د بشري حقونو ادارو پدې کمپونو کې د ژوند د ناوړه شرایطو په خاطر انتقادونه کړي و.

په یونان کې د کډوالو دا ډول کمپ د همدې روان کال د سپټمبر په میاشت کې د ساموس په ټاپو کې پرانیستل شو او ټاکل شوې چې د لیس بوس او چیوس په ټاپو ګانو کې هم پرانیستل شي.

اروپایي اتحادیې د نویو کمپونو د پرانیستل کیدو لپاره د ۲۷۶ میلیونه یورو مرستو ژمنه کړې.

په یونان کې د کډوالو په کمپونو کې د دغو آساناتیاو سره سره د بشري حقونو ادارې او غیرې دولتې مؤسسې اندیښنه لري چې دا کمپونه د نورې ټولنې نه منزوي او کډوال پکې د محدودیتونو سره مخ دي. دوي وایي چې په کمپونو کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو باید بندیز نه وي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې اوس مهال په یونان کې شاوخوا ۹۷ زره پنا غوښتونکي موجود دي.