یونان ۱۴۵۰مهاجر بیرته ترکیې ته استوي

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو یو مرکز

یونان هڅه کوي هغه ۱۴۵۰مهاجر چې اوسمهال ددې هیواد د لیسبوس ټاپو او د نورو ټاپوګانو د مهاجرو په مرکزونو کې اوسیږي بیرته ترکیې ته واستوي.

د یونان د مهاجرت د چارو وزیر نوټیس میتاراچې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۵) پر انقرې غږ وکړ چې د اروپایي ټولنې سره د پناه ورکولو په هکله موافقې ته درناوی وکړي.

ښاغلي میتاراچې وویل چې یونان اروپایي کمیسیون او د اروپایي ټولنې د سرحدي چارو له ادارې (فرونتکس) څخه د دغو مهاجرو د سمدستي بیرته استولو غوښتنه کړې ده چې د هغه په وینا دغه مهاجر له ترکیې څخه دغه هیواد ته ورغلي او په یونان کې یې د پناه غوښتنې درخواستونه درج شوي دي.

دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې د یونان او ترکیې ترمنځ د ایګین بحیرې د سواحلو د ملکیت پر سر د ناټو ددغو دوو غړو ترمنځ د څو میاشتو راهیسې اړیکې ډیرې خړې پړې شوي دي.

د ترکیې او اروپایي ټولنې د ۲۰۱۶کال د موافقې له مخې تیر کال ترکیې ته د مهاجرو بیرته استول د کروناویروس د وبا په وجه دریدلي و، خو د یونان د مهاجرو چارو وزیر وایي اوس شرایط ددې کار د بیرته پیل کولو لپاره د نوې تکنالوژۍ او د کروناویروس د معاینو په وجه برابر دي.

هغه ویلي دي چې د ۱۴۵۰مهاجرو زیات شمیر یې د لیسبوس په ټاپو کې دي چیرته چې تیر کال د مهاجرو لوی کمپ په اور لګیدنه کې له منځه ولاړ.

په ۲۰۱۵او ۲۰۱۶کلونو کې په سلګونو زرو مهاجرو د ترکیې له لارې یونان ته پدې نیت مخه کړه چې د اروپایي ټولنې بډایو هیوادونو ته ځان ورسوي. خو د اروپایي ټولنې او انقرې ترمنځ له موافقې وروسته د ترکیې او یونان ترمنځ د ځمکني او سمندري سرحدونو له لارې د مهاجرو تګ راکم شو.

ترکیه د څه دپاسه درې میلیون مهاجرو کوربتوب کوي چې اکثر یې د ګاونډي هیواد سوریې دي. بلخوا په لسګونو زره مهاجر په یونان کې د پناه غوښتنې د درخواستونو د کار بشپړیدو ته انتظار باسي چې اکثر یې په داسې کمپونو کې اوسیږي چې د ژوند شرایط په کې ډیر خراب دي.