شنې خونې د کوکنارو غوره بديل

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د خوست يو شمېر کروندګر وایي چې شنې خونې د کوکنارو غوره بديل دی. دا مهال په دغه ولايت کې ۱۵۰ شنې خونې فعالې دي چې په منځنۍ کچه د کال پنځه سوه مټريک ټنه حاصل ورکوي.

شفيع الله٬ کروندګر دويمه ورځ له دې ګرين هاوس نه رسيدلي رومي بانجان راټولوي. ده ته هم د کار زمينه مساعده شوې او هم د خلکو د اړتيا رفع کولو ترڅنګ د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه هم برابروي.

شفيع الله وايي: ”دا تقريباً يو نيم جريب ځمکه ده او پنځه زره ډکي مو په کې کښېنولي دي، يو شمېر ډکي وچ شول. دا کوم چې رسيدلي دي هره ورځ اتيا او سل منه حاصل راکوي.‟

هغه وايي، د خوست په هغو سيمو کې چې يو وخت په کې کوکنار کرل کيدل، سبزيجات په ځانګړې توګه ګرين هاوسونه يا شنې خونې غوره بديل ګرځيدلی دی.

دی د ځينو هغو ولايتونو کروندګرو ته چې د کوکنار کښت يې خپل کاروبار ګرځولی، وړانديز لري چې د شنو خونو جوړولو ته مخه کړي.

هجرت الله٬ کروندګر وويل: ”چې انجنيران لاړ شي او ويې ګوري چې په کوم ولايت کې نتيجه ورکوي، بايد جوړ شي. کله چې ګرين هاوسونه جوړ شي بيا خلک اپين نه کري. ګټه هم لري او خلکو ته خدمت هم دی.‟

اوسمهال د خوست په مختلفو سيمو کې ۱۵۰ شنې خونې فعالې دي چې په منځنۍ کچه د کال شاوخوا پنځه سوه مټريک ټنه حاصل ورکوي. د زراعت مسؤلين وايي چې دوه نيم سوه نورې شنې خونې هم جوړوي.

انجنير فضل الرحيم٬ د زراعت رياست مرستيال زياته کړه:”حاصل يې قناعت بخښوونکی دی، بزګران ترې رضايت لري. خوست يې په همدا اوس وخت کې هم خودکفا کړی دی، موږ کوښښ کوو چې همجوارو ولسواليو او ولايتونو ته يې هم صادرات ولرو‟.

اوسمهال دافغانستان په تر شلو ډېرو ولايتونو کې کوکنارو کرل کيږي، خو د څېړونکو په وينا د کوکنارو د کرکيلې مخنیوی په بديلو کښتونو سره خورا ګټور تمامېږي.