لغمان کې د بمونو برید د یوې کورنۍ دیارلس تنه وژلي

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ په برید کې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي

د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ناڅرګندو وسله والو په یو کور بمونه اچولي چې له امله یې د یوې کورنۍ دیار لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، دغه پېښه تېره شپه ماخستن مهال د بادپښ ولسوالۍ د مروت کڅ په سیمه کې شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې د یو ځايي اوسېدونکي پر کاله نامعلومو کسانو لاسي بمونه وار کړي چې په نتیجه کې یې د همدې کورنۍ لس کسان وژل شوي او څلور نور زخمیان شوي دي.

هغه وايي په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته دی.

نوموړی وايي په ټپیانو کې یې دوه یې د لغمان مرکزي روغتون او دوه نور یې د ننګرهار دولتي روغتون ته د درملنې لپاره وړي دي.

د والي ویاند وايي، تر اوسه ددغې پېښې اصلي علت نه دی معلوم شوی، خو زیاتوي چې په دې اړه د لغمان والي اړوندو مسولینو ته لارښوونه کړې چې ددغې مسلې پلټنه وکړي.

ددغې کورنۍ یو مشر علاو الدین امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه یې یو شمېر خپلوان له جلال اباد څخه راغلي وو چې کله د ماخستن په ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ کېناستل نو وسله والو کسانو لومړی لاسي بم وغورځوو او وروسته یې ‌‌‌‌‌‌ډزې پیل کړې چې له امله یې نهه ماشومان، دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي او څلور کسان زخمیان دي.

ښاغلی علاو الدین وايي چې له چا سره یې کومه بدي نه لرله

ځايي کس وايي تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بمنونه چا وار کړي دي.

په دې وروستیو کې د لغمان د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي،ځینو ځايي خلکو امریکا غږ ته ویلي چې د مهترلام ښار سره نږدې هم وسله وال کله ناکله د موټرو پلټنه کوي.

خو د لغمان ولایتي چارواکو تل ویلي چې حالت ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دي.

په ګاونډي ولایت ننګرهار کې هم ځايي خلک اندېښمن دي چې د ښار په مربوطاتو کې هم تښتونو او پټو وژنو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.