خوست کې د واده مراسمو پر مهال ډزو مرګ ژوبله اړولې

د خوست د ولايتي چارواکو په وينا تېره شپه د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د بريد په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د تڼيو ولسوال زمري حقمل نن دوشنبه د «وري میاشتې پر ۲۶مه»امريکاغږ ته وويل، چې دغه پېښه د درګي په سيمه کې داسې مهال شوې، چې يو کس د نشې په حالت کې د واده پر ګډونوالو د کلاشينکوف ډزې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې حمله کوونکي تر پېښې وروسته تښېدلی، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي سخي محمد امريکاغږ ته وويل، چې د وژل شويو کسانو شمېر پنځه تنه دی.

نوموړي وويل، داسې نه ښکاري چې د دې بريد ترشاه دې د دولت د کومې وسله والې مخالفې ډلې لاس وي، ځکه دده په وينا د پېښې اکثريت قربانيان د بريد کوونکي د نږدې خپلوانو له جملې څخه دي.

پر همدې مهال د خوست د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر سخي سردار وايي، چې د ټپیانو حالت ښه دی.

په افغانستان کې د خوښیو د مراسمو پر مهال ډزو کې تر دې مخکې هم ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړ ده چې د یو شمېر ولایتونو ځايي چارواکو د ودونو او خوښیو نورو مراسمو پر مهال پر ډزو بندیز لګولی دی.