وسله وال کس د امریکا په یو ښوونځي کې ۲۱ کسان ووژل

د متحدو ایالتونو د تکزاس ایالت والي ګریګ ابوټ وايي د سلوادو راموس په نامه یو ۱۸ کلن ځوان د سه شنبې په ورځ‌ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) ددغه ایالت په یو لومړني ښوونځي کې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژلي دي.

په وژل شویو کې ۱۹ ماشومان او دوه غټان دي.

ښاغلي ابوټ یو خبري کنفرانس ته وویل:"بریدګر په ویرونکي او نه درک وړ شکل ۱۸ زده کوونکي او درې لویان ویشتلي او وژلي دي."

د تکزاس والي زیاته کړه، بریدګر له خپل موټر څخه په ښکته کیدو له وسلې سره د یوالدي ښارګوټي د روب ابتدایي ښوونځي ته ننوتلی او پر زده کوونکو یې ډزي کړي دي.

ښاغلي ګریک وویل کړه بریدګر چې یو سیمه ایز تنکی ځوان وو "ګمان کیږي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی." نوموړي دا خونړی برید د کلونو راهیسې په امریکا کې تر ټولو ناوړه برید وباله.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن ددې پيښې په وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل پکار ده چې هیواد د وسلو د لابي په وړاندې ودریږي.

نوموړي چې د سه شنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یو خبري‌ کنفرانس کې خبري‌ کولې وویل اوس د اقدام وخت دی: " موږ ډیر څه کولی شو."

د رویټرز خبري اژانس په اساس دا پيښه د ټکزاس ایالت د یووالدي‌ په ښارګوټي کې چیرې چې د مکسیکو له سرحد څخه کابو یو ساعت لیرې پروت دی شوېده.

دا په ۲۰۱۸ کال کې د فلوریډا په پارکلنډ کې د عالي لیسې د ۱۴ زده کوونکو او د مکتب د دریو کارکوونکو له وژل کیدو راپدیخوا تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.

تر دې مخکې بله خونړۍ پيښه په ۲۰۱۲ کال کې د کینیټیکټ ایالت په سنډې هوک ښوونځي کې وه چې پکې ۲۰ ماشومان او شپږ د ښوونځي کارکوونکي ووژل شول.

د امریکا په سنا مجلس کې د تکزاس سناټور ټډ کروز د یو ټویټ په کولو ویلي چې هغه او میرمن یې د یووالدي ښوونځي په ناوړه برید کې ماشومانو او کورنیو ته دعا کوي.

امریکا کې د وسلو په مرسته د تاوتریخوالو څپه

د تکزاس پيښه په متحدو ایالتونو کې د روانې میلادي‌ میاشتې په ترځ کې د یو لړ ډله ایزو بریدونو په دوام ترسره کیږي.

د مې په ۱۴ نیټه یو اتلس کلن سپین پوستي ځوان د نیویارک د بفلو ښار په یوې مغازه کې ۱۰ کسان په ډزو ووژل.

له دې یوه ورځ ‌وروسته، یو کس په کالیفورنیا ایالت کې د یوې کلیسا د دروازې په بندولو سره، د تایواني- امریکایانو پر یو جماعت ډزې وکړې چې له امله یې یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.

د ډله ایزو وژنو له څو پيښو سره سره د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د وسلو قانون د اصلاح لپاره ګڼ شمیرې هڅې ناکامه شوې او صلاحیت ایالتونو او سیمه ایزو شوراګانو ته پریښودل شوی چې خپله شرایط وضع کړي.

د امریکا د ناورغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وروستیو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۱۹۳۵۰ کسان په ډزو وژل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.