حج په عکسونو او شمیرو کې

سږ کال د نړۍ له ۱۸۸ هیوادونو نه خلک د حج لپاره تللي‌ دي

تمه کیږي چې نږدې درې میلیونه مسلمانان به د سږکال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي او په دوې کې زرګونه افغانان هم شته.‌

د روان کال د حج مراسم د سپتامبر له ۲۲ تر ۲۶ ترسره کیږي. سعودي چارواکو ویلي چې پدې حج کې د نږدې درې میلیونه حاجیانو د انتظام چمتوالی لري.

د حج مراسم په نړۍ کې یوه ستره انساني اجتماع ګڼل کیږي چې ساری یې په نورو غونډو کې نه لیدل کیږي.

سعودي چارواکو ویلي‌ چې د حج په مهال د خپرویدونو ناروغیو د مخ نیوي لپاره یې پوره تدابیر نیولي‌دي

​د حج په مراسمو کې له ټکنالوژۍ نه هم ګټه اخیستل کيږي. سږ کال به ۱۲ پلازما تلویزیونونه چې هر یو یې دوه متر بر لري د مسجدالحرام شاوخوا ودرول شي‌ چې حاجیانو پر وخت معلومات خپاره کړي.

حج پر استطاعت لرونکو مسلمانو نارینه وو او ښځو فرض دی

​اټکل کیږي چې حاجیان هرکال څه باندې ۲۰ میلیون لیټر زم زم اوبه په سترو بوتلونو او بوشکو کې کې خپلو هیوادونو ته وړي.

د حج روانو مراسمو ته ۲۴ زره افغانان هم تللي دي.

​اندونیزیا چې د وګړو له پلوه تر ټولو بانفوسه مسلمان هیواد پیژندل کیږي سږ کال یې ۱۶۸ زره حاجیان حج ته لیږلي دي.‌ حج ته تقریبا د نړۍ له هر ګوټ نه مسلمانان ورځي. په عمومي ډول د حج مراسم یوه حاجي‌ لپاره له ۴۶۰۰ تر ۵۰۰۰ ډالرو لګښت لري.

شاوخوا ۸۰۰ زره سعودیان هم د حج په مراسمو کې ګډون کوي

​د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي‌ چې روان کال کې ۲۴ زره افغان حاجیان د حج د فریضې د اداکولو لپاره تللي دي.

سعودي‌ امنیتي ځواکونه د ترافیکي نظم او د حاجیانو د امنیت لپاره له ټکنالوژۍ کار اخلي

​د حاجیان او د حج د مراسمو د امنیت لپاره سعودي عربستان ۱۰۰ امنیتي ځواکونه په کار اچولي‌ دي.

حاجیان هم له ټکنالوژۍ کار اخلي. پدې وروستیو کې د سلفي یا د خپل عکس اخیستلو دود هم د حج په مراسمو کې ډیر شوی دی

​سعودي‌ چارواکو د بیړنیو روغتیايي خدماتو لپاره ۲۵ زره روغتیاپالان چمتو شوي‌ دي.

د بیت الحرام او مسجد الحرام شاوخوا پراختیايي پروژې پلي‌کیږي. تیره میاشت د یوه کرینګ د غورځیدلو په پیښه کې سل کسه ووژل شول

د حج د مراسمو په لړ کې د هغو کسانو لپاره چې معیوبه یا ناروغه دي د طواف کولو او نورو چارو د ترسره کولو لپاره مرسته کیږي.

یت الحرام ته څیرمه أبراج البيت ودانۍ ده چې په نړۍ کې دریمه تر ټولو هسکه ودانۍ بلل کیږي

حج په مراسمو کې د څارویو ذبح هم کیږي‌.‌ په ۲۰۱۴ کال کې حاجیانو یوازې ۷۷۰ زره پسونه ذبح کړل.

پر دیوالونو د حج مبارکیو په تیرو څو کلونو کې افغانستان کې رواج موندلی