شاوخوا ۲۰۰۰ حاجیان لمر وهلي - سعودي مقامات

د سعودي عربستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) وویل، د حج د مراسمو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ زیارت کوونکي په داسې حال کې لمر وهلي او روغتون ته لیږدول شوي چې د تودوخې شدت ۴۸ درجې سانتي ګراد ته لوړ شوی دی.

سږکال شاوخوا ۱.۸ میلیون مسلمانانو په سعودي عربستان کې د حج مراسم په داسې حال کې پرځای کړل چې په دغه هېواد کې د دوبي موسم ګرمه هوا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د سعودي چارواکو وویل چې یوازې د پنجشنبې په ورځ د لمر وهلو شاوخوا ۱۷۰۰ قضیې ثبت شوي دي. د حج د رسمي مراسمو له پای ته رسېدلو وروسته، زیات شمېر زیارت کوونکي لا تر اوسه په سعودي عربستان کې دي.

د سعودي مقاماتو یوه ورځ دمخه د سختې ګرمۍ له کبله د ناروغو شویو حاجیانو شمېر یوازې ۲۷۸ ښودلی و. د سعودي د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې "د ورځې له پیل راهیسې د ګرمۍ له کبله د ناروغه شویو کسانو د قضیو شمېر ۱۷۲۱ ته رسېدلی دی،" او له خلکو یې غوښتي چې له لمر څخه لیرې پاتې شي او کافي اوبه وڅښي.

د سعودي چارواکو د حج د مراسمو پر وخت د مړو شویو زیارت کوونکو شمیر نه دی ښودلی خو د مختلفو هېوادونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، لږترلږه ۳۰ حاجیان مړه شوي، خو د مړینې لاملونه یې نه دي ښودل شوي.

د ایران فارس خبري اژانس د ۱۰ ایراني زیارت کوونکو د مړینې خبر ورکړی دی. چارواکو وویل، سږکال اته الجزایري او څلور مراکشي زیارت کوونکي مړه شوي دي. د مصر حکومتي رسنیو د اتو مصري حاجیانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د سعودي د روغتیا وزارت وویل چې سلګونه حاجیان د زړه د ناروغیو له کبله روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سعودي مقاماتو ویلي سږکال د حاجیانو د لمر وهلو شاوخوا ۲۰۰۰ نورې داسې قضیې هم شته چې د ناروغانو وضعیت د ډیرې اندېښنې وړ ندی ښودل شوی او روغتون ته ندي لېږدول شوي.

چارواکو وویل چې ډیر خلک د عرفات په غونډۍ د ختلو پر وخت لمر ته د ډیر وخت دپاره د پاتې کېدو له امله جل وهلي دي. عیني شاهدانو وویل، د عرفات د غونډۍ د زیات کوونکو دپاره کافی سوری نه و موجود او د زیاتې ګرمۍ له کبله موبایل تلیفونونو کار پرې ایښی و.

سعودي عربستان ددې وضعیت سره د مبارزې دپاره زرګونه روغتیاپالان ګمارلي او په سیمه کې یې ګرځنده کلینیکونه فعال کړي دي.