د حماس مشر په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو د پاره مصر ته تللی

د حماس مشر اسماعیل هنیه

حماس د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۱) خبر ورکړ چې د دغې ډلې مشر اسماعیل هنیه له مصري چارواکو سره د خبرو لپاره څو ورځې وروسته قاهرې ته تللی، چې منځګړیو وویل له اسرائیل سره په غزه کې د تازه اوربند امکانات کم شوي دي.

د حماس په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر مشر به "د مصري چارواکو سره په سیمه کې د روان سیاسي وضعیت... د تیري د مخنیوي، خلکو ته د مرستو رسولو او زموږ د فلسطیني ولس د اهدافو د ترلاسه کولو په اړه خبرې اترې وکړي."

مصري، قطري او امریکایي منځګړیو تراوسه د اسرائیل او حماس د مذاکره کوونکو سره د ګڼو لیدنو کتنو سره سره، په غزه کې د ممکنه اوربند په اړه پرمختګ نه دی کړی.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د شنبې په ورځ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: "په تیرو څو ورځو کې خبرې اترې واقعا ډیرې هیله بخښونکې نه دي."

د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې، اسماعیل هنیه د حماس غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړې، که څه هم ځینې دا غوښتنې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو لخوا "بې معنی" بلل شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ نتنیاهو: حماس سره د اوربند خبرې بې معنی دي

په دغو غوښتنو کې اوربند، له غزې څخه د اسرائیل د پوځیانو وتل، د اسرائیل له خوا د سیمې د محاصرې ختمول او د سلګونو زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره خوندي پناه ځایونه برابرول شامل دي.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې د اسرائیلي چارواکو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې، د حماس د منځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر تر اوربند وروسته، شاوخوا ۱۳۰ تنه یرغمل په غزه کې پاتې دي، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا ۲۹ تنه یې وژل شوي دي.

ددغه برید په ځواب کې اسرائیل د حماس د له منځه وړلو هوډ څرګند کړ. په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۲۹۱۹۵ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.