په غزې کې د اوربند موده په ختمېدو ده؛ نور یرغمل شوي هم پرېښودل شوي

منځکړي هڅه کوي د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند نور هم وغځېږي

په داسې حال کې چې منځګړي هڅه کوي د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې موده نوره هم وغځول شي، حماس په غزې کې نور یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي دي.

د دواړو غاړو ترمنځ د سولې لومړی تړون څلور ورځې و چې بیا دوه ورځې نور هم اوږد شو او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په سهار په ځايي وخت پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اسرائيل ته تللی چې غزې ته د بشري مرستو او اوربند په اړه له اسرائيلي مقاماتو سره خبرې وکړې.

منځګړي هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شول چې د حماس یوې سرچېنې وویل د اسرائيل له لوري د اوربند د غځېدو په وړاندیز خوښ نه دي. دغې سرچېنې ویلي دي چې حماس له غزې څخه د اسرائيل د ټانګونو او پوځي تجهیزاتو وتل غواړي.

سرچېنې ویلي: «د پوځي زندانیانو، سرتېرو او افسرانو د تبادلې خبره باید له غزې څخه د (اسرائيلي) تېري د بندولو او رفح د محاصرې لېرې کولو سره تړلې وي.»

خو د حماس تر کنترول لاندې غزې کې د روغتیا وزیر باسم نعیم وویل: «چمتو یو چې د ټولو (فلسطیني) زندانیانو په بدل کې ټول سرتېري خوشې کړو.»

راپورونه وايي چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د اسرائیل د جګړې کابینې د اوربند د مودې د غځولو په اړه بحث کړی دی.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر ویلي‌ دي چې د حماس له لوري ۱۰ نور اسرائیلیان، چې پنځه یې ښځې او پنځه یې ماشومان دي، هم پرېښودل شوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسرائيل هم ۳۰ فلسطینیان، چې ۱۴ یې ښځې او ۱۶ یې ماشومان دي،‌ خوشې کړي دي.

دا د بندیانو شپږمه تبادله وه چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب کېږي. د حماس ډلې ویلي ‌دي چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په هلو ځلو سره هم دوې ښځې پرېښودل شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌انتونیو ګوتېرش د «حقیقي بشري اوربند» غوښتنه کړې ده. هغه ویلي: «د غزې اوسېدونکي د یو بشري ناورین په منځ کې اېسار دي.»

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي‌ مقامات وایي چې ۱۲۰۰ اسرائيلیان په دغو بریدونو کې ووژل شول او حماس ۲۴۰ نور له ځان سره یرغمل یوړل. د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې په غزه کې د چارواکو په وینا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. خپلواکو سرچېنو دا ارقام تائید کړي نه دي.