حماس پنځه فلسطینیان اعدام کړي؛ وایي دوو یې اسرائیل سره همکاري لرله  

تصویر: ارشیف

په غزه کې د حماس واکمنه ډله وايي چې پنځه فلسطینیان یې اعدام کړي دي چې د دوی په وینا دوو یې له اسرائیل سره «همکاري» لرله.

په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې حماس په غزه کې په دې تور خلک اعداموي.

د حماس ډلې نن یکشنبه سپتمبر څلورمه (وږې۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د یکشنبې په سهار دوه کسان له اسرائیل سره په همکارۍ او درې نور د جنايي قضیې له کبله اعدام شول- د اعدام حکم پرې تطبق شو.»

اعلامیه وايي چې تورنو کسانو ته پوره حق ورکړل شوی و چې له ځان څخه دفاع وکړي. د حماس د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د نومونو مخفف او د زېږېدو نېټې اعلان کړې او نور معلومات یې نه دي‌ خپاره کړي. له اسرائیل سره د همکارۍ په تور اعدام شوي‌ دوه کسان په ۱۹۷۸م کال او ۱۹۶۸م کال کې زېږېدلي دي.

په دغو دوو کسانو کې یې مشر سړی د محاصره شوې غزې تړانګې د خان یونس اوسېدونکی و. حماس وايي دغه سړي په ۱۹۹۱ «اسرائیل ته د مقاومت کوونکو او د هغوی د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکول... او د راکټونو د توغولو ځایونو به یې ورښودل.»

اعلامیه وايي چې دا بل اعدام شوي‌ کس بیا «اسرائیل ته استخباراتي معلومات ورکول چې له کبله یې ولسي خلک په نښه شوي او شهیدان شوي دي».

د حماس د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخکې درې نور اعدام شوي کسان بیا په قتل کې دخیل وو. حماس تر دې مخکې هم یو شمېر خلک له اسرائيل سره د «همکارۍ» په تور محکوم کړي وو،‌ خو له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې خلک اعداموي.

درې نور اعدام شوي فلسطینیان اشرف ابولیلا، هشام العلول او عبدالله النشر نومېږي چې د حماس ډلې د یو مشر په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي وو. دوی په عام محضر کې اعدام شوي او سلګونه کسان یې لیدو ته راټول شوي وو. دوی د حماس ډلې د یو مشر ماذن فقها له وژلو څو اوونۍ وروسته نیول شوي وو.

په داسې حال کې چې حماس د غزې په تړانګه کې اعدامونه تطبیقوي خو په «اشغال شوې» لویدیځه غاړه کې مقامات بیا دا کار نه کوي.

د فلسطینیانو مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو هغه منشور لاسلیک کړی چې د اعدام د سزا اجازه نه ورکوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې حماس او فتح ډلې په ۲۰۰۷ کال کې د فلسطینیانو ترمنځ له جګړې وروسته سره ووېشل شول. په لویدیځه غاړه کې شاوخوا درې میلیون فلسطینیان له شاوخوا ۴۷۵۰۰۰ اسرائیلیانو سره یو ځای ژوند کوي.

د حماس ډله بیا په ۲.۵ میلیون فلسطینیانو واکمني کوي چې له ۱۵ کالونو راهېسې د اسرائیل له لوري محاصره دي.