حماس ۷ تنه له اسرائیل سره د همکارۍ په تور په مرګ محکوم کړل 

د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې د کورنیو چارو وزارت وایي چې یوې پوځې محکمې ۷ تنه له اسرائیل سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم کړل.

دغه وازرت د یکشنبې په ورځ اګست شپږمه (زمری ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې اووه تنه نور یې په «عمري بند او شاقه کار» محکوم کړي دي.

د حماس ډله د غزې په تړانګه کې حاکمه ده او پوځي محکمې یې هغو خلکو ته چې له اسرائيل سره په همکارۍ تورن وپېژندل شي، سزاوې ورکوي.

د فلسطین د قانون په اساس، د اعدام حکم د فلسطین د خپلواکې ادارې، چې مرکز یې په لویدیځه غاړه کې دی، د ولسمشر تائید ته هم ضرورت لري.

د حماس ډلې په ۲۰۱۷ کال کې د غزې تړانګې واک ترلاسه کړ او له هماغه راهېسې یې د اعدام په حکمونو کې د فلسطین د ولسمشر تائید نه ترلاسه کوي. دغې ډلې د سپتمبر په میاشت کې دوه تنه د اسرائيل سره د همکارۍ او درې تنه نور د قتل په تور اعدام کړل.

د حماس ډلې د اپریل په میاشت کې هم دوه تنه د اسرائيل سره د همکارۍ په تور په اعدام او پنځه تنه نور په عمري بند محکوم کړي وو.

د غزې په تړانګه کې تېرکال [۲۰۲۲] ۱۷ کسانو ته د اعدام سزاوې اورول شوې دي. د حماس او په غزې کې نورې پوځي ډلو او اسرائیل ترمنځ په تېرو ۱۵ کالونو کې څو ځلې جګړې شوې دي. اسرائیل او امریکا د حماس ډله ترهګره ډله پېژني.

د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۲.۳ میلیون خلک ژوند کوي او واک ته د حماس ډلې له رسېدو وروسته، اسرائيل پرې کلک بندیزونه لګولي‌ دي.