کرزي د امریکايي پوځیانو له راتګ سره "شدید مخالفت" وښود

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایې چې که امریکا په افغانستان کې جنګي تګلاره غوره کړي، دې به یې پر وړاندې کلک مخالفت وکړي.

ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې د تازه دمو بهرنیو عسکرو لیږل د جګړې غځول بللي دي.

"که په هغه [پالیسۍ] کې د جنګ پیغام وي، که په هغه کې د جنګ د ډیرولو اراده وي، زه یې شدیداً مخالفه یم."

سپېنه ماڼۍ اوسمهال د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې تګلارې کار کوي. پخواني ولسمشر ویلي چې افغانستان ته د سولې او امن په راوستلو کې د امریکا له هر ډول "برنامو" څخه ملاتړ کوي.

امریکایي رسنۍ وایي چې د نوې تګلارې پر اساس به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور عسکر افغانستان ته واستوي.

حامد کرزي ویلي: "مطلق، د عسکرو د زیاتولو معني د جنګ ډیرول دي."

افغان حکومت وایې چې د امریکا په نوې تګلارې کې د افغانستان پر ضد د ټولو ګواښونو ارزونه شوې ده.

د امریکا غږ له خبریال، رحیم ګل څاروان سره د حامد کرزي بشپړه مرکه دلته لیدلئ شي.

Your browser doesn’t support HTML5

کرزی: د امريکايي عسکرو راتګ جګړه اوږدوي