د پاکستاني خبریال نه د ISI د یو جاسوس د تښتولو تحقیقات کیږي

خبریال حامد میر

پاکستاني پولیسو د مشهور خبریال حامد میر نه د یو جاسوس د برمته کیدو په هکله تحقیقات شروع کړیدي.

دغه تحقیقات د هغې نه وروسته شروع شول چې یوې ښځې په هغه د خپل میړه د برمته کولو تور ولگاوه.

حامدمیر دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې دغه یې د غږ چپ کولو یوه هڅه ده.

د پاکستان د پوځ یو استخباراتي مامور خالد خواجه چې په شمالي وزیرستان کې طالبانو وژلی و، ښځې یې د خبریال حامد میر په خلاف دعوی کړیده چې هغه یې په برمته کولو کې لاس لرلو.

خواجه په افغانستان کې د اسامه بن لادن سره ډیرې نژدې اړیکې لرلی، هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې د آی ایس آی لخوا د افغان طالبانو سره هم کار کړی و. مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په ٢٠٠٢ کال کې د امریکايي خبریال ډینیل پرل په وژلو کې د هغه لاس و.

خبریال حامد میر وایي چې دغه تور بی بنیاده دی او سیاسي اهداف لري. حامد میر د پاکستان د جیو ټلویژن سره کار کوي.

هغه په خپل ټویټر ولیکل "دا ٧ کاله پخوانۍ قضیه ده. او هم هغه پخوانۍ قضیه لس کاله وروسته د دې لپاره بیا راپورته شوه چې زما اواز غلی کړي خو دا ډول دروغ ما نشي غلی کولی."

د یادونې وړ ده چې حامد میر په کال ٢٠٠١ کې د اسامه بن لادن سره مرکه کړي وه. په میر باندې په کال ٢٠١۴ کې په کراچۍ ښار کې حمله هم وشوه چې پکې هغه سخت زخمي شوی و.