ولسمشر غني محمد هارون چخانسوري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.
د ارګ په اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلی چخانسوري به د نوي وزیر تر ټاکل کېدو پورې سرپرست وي، لا معلومه نه ده چې نوی وزیر کله ټاکل کیږي.
اعلامیه وایي چې د وزارت سرپرست د اصلاحاتو د بهیر مشري په غاړي لري او "مکلف دی چې ټول کارکوونکي ارزیابي او ګمارنې معیاري کړي. " د ارګ په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې سرپرست وزیر باید د "یوېشتمې پېړۍ سیاسي او اقتصادي ضرورتونو ته په کتو په وزارت کې تشکیلاتو ته بیا کتنه وکړي. "
تر ښاغلي چخانسوري مخکې محمد ادریس زمان د دغه وزارت سیاسي معین او سرپرست و. ښاغلي چخانسوري د ښاغلي زمان کارونه ستایلي او ویلي دي چې د هغه له لوري پیل شوي اصلاحات به روان ساتي.
I would like to thank my good friend @IdreesZaman wholeheartedly for his contribution & service at MFA. You have been a phenomenal colleague & have cemented the foundation for reform at MFA. I am fully committed to continue & build on the reform agenda you have started. https://t.co/KWpSafE0Yn
— Haroon Chakhansuri (@hchakhansuri) January 21, 2020
د بهرنیو چارو وزارت مخکني سیاسي معین ادریس زمان په خپل ټویټر کې هارون چخانسوري ته د دندې مبارکي ویلي ده او هیله یې کړې ده چې د خپل هېواد لپاره به په نورو برخو کې کار روان ساتي.
I duly enacted reforms based on H.E the President%27s vision and guidance. I congratulate my successor and wish him well in continuing to implement the reforms agenda. I remain indebted to many and will continue to serve my country in other capacities.
— Idrees Zaman (@IdreesZaman) January 21, 2020
ولسمشر غني ښاغلی زمان له هغه وروسته سرپرست کړ چې د مخکني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني " د وزارت په چارو کې د ارګ د مداخلو" له کبله استعفا وکړه.
هارون چخانسوري تر دې مخکې د افغانستان د ولسمشر ویاند، د ولسمشر د دفتر مشر او د جمهوري ریاست د چارو د ادراې مشر و.