هریس او ټرمپ سه شنبه لومړنۍ انتخاباتي مناظره کوي

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دواړو ګوندونو کاندیدان د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د یو بل سره په مخامخ مناظرې کې برخه واخلي.

د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکې ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هیڅکله د یو بل سره ندي کتلي او نه یې په ټیلیفون کې خبرې کړي.

دوي دواړه به د پنسلوانیا ایالت په مرکز فیلادیلفیا کې د اساسي قانون په ملي مرکز کې د ۹۰ دقیقو لپاره د اې بي سي تلویزیون خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۵ مې انتخاباتو په لړ کې لومړنۍ مناظره د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره کړې وه چې د همدې مناظرې څخه وروسته په ښاغلي بایډن انتقادونه ډیر شول او هغه هم د دیموکرات ګوند کاندیدۍ څخه تیر شو او خپله مرستیاله، کاملا هریس یې د ګوند کاندیدې په توګه ونوموله.

همدا ښایي د ټرمپ او هریس یوازینۍ انتخاباتي مناظره وي او ټاکل شوې میلیونونه امریکایان به یې په تلویزیونو کې وګوري.

سره لدې چې دا مناظره د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه تقریباً اته اوونۍ وړاندې کیږي خو اهمیت یې پدې کې دی چې د متحده ایالاتو په یو شمیر ایالتونو کې له وخت وړاندې رایه اچونه کیږي.

د انتخاباتو په هکله په ملي نظر پوښتنو کې ښودل ښوې چې د ټرمپ او هریس تر منځ به سیالي ډیره نږدې وي او په همدې خاطر د سه شنبې ورځې مناظره د دواړو کاندیدانو لپاره مهمه ده چې د هغو رایې ورکوونکو ملاتړ تر لاسه کړي چې تر دې دمه یې د خپلې خوښې کاندید په هکله پریکړه نده کړې.

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدانو برخلیک داسې بریښي چې د تیر په څیر د هغو اوو ایالتونو کې د رایې ورکوونکو په لاس کې دی چې انتخاباتي سیالۍ پکې تل ډیرې نږدې وي.

د انتخاباتو تر ورځې به د دواړو ګوندونو –دیموکرات او جمهوري غوښتونکي کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو تمرکز په همدې مهمو ایالتونو کې وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نظر معلومولو یوې تازه سروې چې نتیجه یې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، ښودل کیږي چې ټرمپ له هریس څخه په ملي کچه ۴۸ -۴۷ په سلو کې وړاندې دی خو د همدې ورځپاڼې په او څو نورو نظر پوښتنو کې بیا څرګنده شوې چې میرمن هریس د ویسکانسن، مشیګن او پنسلوانیا په مهمو رقابتي ایالتونو کې له خپل سیال وړاندې ده.

خو دواړه کاندیدان بیا په پاتې پنځو نورو رقابتي ایالتونو، اریزونا، جورجیا، نیواډا او شمالي کاریلونا کې بیا په مساوي توګه ملاتړ لري.

د متحده ایالاتو هغه ایالتونه چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ پکې انتخاباتي سیالۍ ډیرې نږدې وي، د دې هیواد د جمهوري ریاست انتخاباتو په نتیجې کې مهم نقش لري ځکه چې د متحده ایالاتو د انتخاباتي قانون له مخې هر کاندید چې په هر دې ایالت کې اکثریت رایې وګټي، د ټول ایالت د رایو ګټونکی بلل کیږي.