ولې حشمت شهیدي د کرکټ د یو ځوان لوبغاړي په لیدو وژړل؟ 

کپتان حشمت الله شهیدي ځوان لوبغاړي‌ ته خپل بېټ ډالۍ کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی حشمت الله شهیدي وايي کله یې چې د افغانستان د یو ځوان لوبغاړي‌ خیبر ولي داستان ولیده او واورېده، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.

خیبر ولي تېره اونۍ د افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو لوبغاړو په ډله کې اعلان شو چې نړیوالو سیالیو کې به دافغانستان استازیتوب کوي.

خیبر ولي وايي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی،‌ ماښام د سړک په غاړه د موبایلونو کریډټ کارتونه خرڅوي او د ورځې کرکټ‌ کوي.

د افغانستان کرکټ‌ بورډ د خیبر ولي په ژوند یوه لنډه ویدو خپره کړه او د دغې ویدیو له خپرېد وروسته حشمت شهیدي‌ په خپل فیسبوک کې اعلان وکړ چې هغه ته خپل «ارزښتناک بیټ» ‌ډالۍ کوي.

حشمت شهیدي وايي کله یې چې د هغه ویدیو او داستان ولیدل، خپل احساسات یې کنترول نشو کړای. هغه دغه ځوان ته خپل بیټ هم ډالۍ کړ.

د ښاغلي شهیدي خبرې دلته واورئ او وګورئ