د ایران په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۵۱۶ تنو ته ورسید 

په واشنګټن ډي سي کې د ایرانیانو اعتراضونه

د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) اعلان کړی چې په ایران کې د ټول هېواد په کچه د مظاهرو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۵۱۶ کسان وژل شوي چې ۷۰ تنه یې له ۱۸ کلونو کم عمر درلود.

په متحده ایالاتو کې میشت د بشري حقونو د څار دغه سازمان د ایران د حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول شویو کسانو شمیر څه دپاسه ۱۹۲۰۰ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې د ۴۵۶۶ تنو هویت په ډاګه شوی دی.

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۳مه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو د حجاب د نه مراعتولو له امله ونیوله او د اخلاقي امنیت د پولیسو مرکز ته یوړل شوه. څو ساعته وروسته، هغه د امبولانس په واسطه په جدي حالت کې روغتون ته انتقال شوه او درې ورځې وروسته مړه شوه.

د هرانا د راپور له مخې، په دې موده کې د نیول شویو محصلینو شمېر ۶۸۷ تنه اعلان شوی دی.

پر دې سربېره د نږدې څلورو مياشتو لاريونونو په ترڅ کې ۶۷۰ تنه لاريون کوونکي د ايران په بېلابېلو محکمو کې محاکمه شوي او سزاګانې يې پلي شوې دي.

د ناروې په پلازمینه اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۷

د یو راپور په خپورولو سره وویل چې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مظاهره کوونکي له داسې تورونو سره مخامخ دي چې سزا یې مرګ دی.

دې بنسټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه ایراني ځوانان د اعتراضونو په خاطر د اعدام په سزا محکوم شوي او اوس د اعدام کیدلو له خطر سره مخامخ دي.

له بلې خوا رپوټ ورکړل شوی چې د ایران د شطرنج اتلې سارا سادات خادم الشریعه ته چې له حجاب پرته د قزاقستان په الماتا ښار کې د شطرنج په نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی، خبرداری ورکړل شوی چې خپل هیواد ته دې نه ستنیږي.

اغلې خادم ته یوې نږدې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې خادم ته د خلکو څو ټیلیفونونه راغلي چې ورته یې خبرداری ورکړی چې کور ته رانشي.

دغې سرچینې دا هم ویلي چې د خادم خپلوان او مور او پلار چې په ایران کې اوسېږي هم اخطارونه ترلاسه کړي دي. خو هغه د دغو خبرداريو جزئيات ورنه کړل.

مېرمن خادم د سه شنبې په ورځ، د جنورۍ په دریمه په داسې حال کې اسپانیا ته ورسیده، چې اسپانوی ورځپاڼې ال پایس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې سارا سادات خادم الشریعه د قزاقستان د شطرنج د نړیوال جام وروسته ایران ته ستنه نشي. دې ورځپاڼې ادعا کړې چې نوموړی له خپل میړه او ماشوم سره اسپانیا ته کډوال کیږي.

د سپټمبر په ۱۶ مه د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ایران کې پراخې مظاهرې وشوې چې د ایران د حکومت له خوا سختې ځپل شوي دي. دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د ایران د مشرتابه پر وړاندې له سترو ننګونو څخه دي.