په افغانستان کې د ځیگر د ویروسي ناروغیو اندېښنه

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د ځیگر ویروسي ناروغۍ ډیرې لیدل کیږي چې په عامه اصطلاح ورته زیړی او تور زیړی هم وایي. ددغه ډول ناروغیو مخه څنگه نیول کېدای شي، او که چیرې سړی پرې اخته شي، نو چاره به یې څه وي؟ د بریتانیې په ایدنبرگ کې د داخله او د ځیگر د ناروغیو متخصص, ډاکتر امان شمس څخه یې اورو.