د حماس د روغتیا وزارت: د اسرائیل هوايي برید کې دوه خبریالان وژل شوي 

په غزه کې د الجزیرې شبکې مشر وایل الدحدوح د خپل زوی حمزه د جنازې په مهال خپله لور په غېږ کې نیولې

د حماس تر کنترول لاندې غزې کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ جنوري اوومه نېټه (مرغومې۱۷) د فلسطین په قلمرو باندې د اسرائیل په یو هوايي برید کې دوه خبریالان وژل شوي.

دغه وزارت او ډاکټران وايي چې د فرانس پرس اژانس عکاس مصطفي ثریا او د الجزیرې شبکې خبریال حمزه وایل دحدوح په موټر کې روان وو، چې پرې برید شوی دی.

د حمزه پلار وایل الدحدوح په غزه کې د الجزیرې د څانګې مشر دی. هغه په غزې باندې د اسرائیل په لومړیو بمباریو کې ژوبل شوی و او ښځه او دوه نور اولادونه یې هم وژل شوي دي.

مصطفی ثریا بیا له ۲۰۱۹ کال راهېسې د فرانس پرس له اژانس او ځینو نورو نړیوالو رسنیو سره کار کاوه.

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې،‌ چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ده، ۷۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

په وژل شویو خبریالانو کې یې ۷۰ فلسطینیان دي، څلور یې اسرائیلیان او درې یې د لبنان دي.

د حماس ډلې دا برید غندلی دی او ویلي دي چې د «اسرائیل اشغالګر پوځ هڅه کوي چې د رسنیو مخه ونیسي» چې د روان وضعیت په اړه راپورونه خپاره نه کړي.

د فرانس پرس اژانس په دې اړه د اسرائیل د پوځ نظر غوښتی، خو پوځ د برید د ځای ځایکي د مشخصاتو غوښتنه کړې ده.