هلمند کې پر روغتیايي کار کوونکو وسله وال برید شوی

د هلمند مرکز لښکرګاه

په هلمند کې د ډاکترانو او روغتیاپالانو د سپرلۍ پر موټر وسله وال برید کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي.

پېښه تیره شپه لښکرګاه ښار ته نږدې د معتادینو د درملنې د سل بستریز روغتون سره نږدې شوې ده.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم وايي چې د پېښي لامل دوی ته لاهم ندی معلوم، خو د پېښي ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

دی زیاتوي چې د امنیتي ګواښونو له کبله لاهم د وژل شوي روغتیا پال جسد د پېښي په سیمه کې دی.

حازم د پېښي په تړاو امریکا غږ ته وويل: "د معتادینو د سل بستریزه روغتون یوه ډله ډاکتران او روغتیا پالان تیره شپه تر نوکریوالۍ وروسته کورونو ته د تګ په حال کې وو چې د سپرلۍ پر موټر يې ډزي شوي یو تن روغتیا پال پکې وژل شوی یو ډاکتر او درې نور روغتیايي کارکووکي ټپیان شوي."

د هلمند د معتادینو سل بستریزه روغتون د ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري چي جګړیزه سیمه بلل کیږي.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس وايي چې طبي او روغتیايي خدمتونو د ټولو لپاره دي خو دوی لاهم د پېښي په لامل نه پوهیږي. وسله والو طالبانو د پېښي په اړه کومه تبصره نده کړې.

خو د هلمند یوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې سیمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي ده او هغوی بیا په سیمه کې د وسایطو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

په جنوب کې د معتادینو د درملنې د پروګرام مسئول ډاکتر بلال کرامت امریکا غږ ته وويل چې د پېښي قربانیانو له کلونو راهیسې په هلمند کې د معتادینو د درملنې په پروګرام کې اغیزناکې هڅي کړي.