په هند کې د ګرمۍ له کبله۹۶ کسان مړه شوي 

India Summer

په هند کې چارواکي وايي د سختې ګرمۍ له کبله د دغه هېواد د بیهار او اتراپردېش په ایالتونو کې لږ تر لږه ۹۶ تنه مړه شوي او صحي مقاماتو ۶۰ کلنو او تر هغه ورپورته عمر لرونکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې له کور څخه ونه وځي.

چارواکي وايی د ګرمۍ له کبله په اتراپردېش کې د ۵۴ کسانو او په بیهار کې ۴۴ کسانو مړینه تائید شوې ده.

د اتراپردېش یو صحي مقام جینیت کمار وویل چې د اکثریت کسانو د مړینې علت د زړه حمله، مغزي سکته او نس ناستې و. هغه وویل: «دغه ټول کسان له ځینو نورو نارغیو څخه هم کړېدل او د ګرم موسم له کبله یې روغتیايي وضعیت لا پسې خراب شوی و.»

مقامات وايي چې د بیهار په ایالت کې نژدې ۴۰۰ کسان په تنفسي، تبې او دا ډول نورو ناروغیو باندې اخته شوي او په روغتونونو کې بستر دي. د صحت د برخې مسئولین وايي چې اکثریت بستر شوي کسان تر ۴۰ کالو زیات عمر لري.

د هند د هوا پېژندنې ادارې وویل چې د جمعې په ورځ د بالیا په ښار کې د تودوخې درجه د سانتیګراد په حساب ۴۲.۲ وه، په داسې حال کې ۴۰.۷ درجه له معمولې اندازې څخه لوړه وي.

د دغه وضعیت له کبله د اتراپردېش په ایالت کې برېښنا پرې شوې او خلک د څښاک پاکې اوبه هم په اسانه نشي ترلاسه کولای. ځینو خلکو د دغه وضعیت په ضد اعتراض کړی دی.

د اتراپردېش اعلی وزیر یوګي ادیتیانات خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی چې حکومت به د برېښنا او اوبو د رسولو لپاره لازم اقدامات کوي، خو له خلکو څخه یې وغوښتل چې له برېښنا څخه په معقولې او عادلانه طریقې څخه کار واخلي.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په دغې ګرمۍ کې هر کلی او هر ښار باید کافي برېښنا ولري او د هر ډول ستونزې په مهال باید په چټک ډول رسیدګي وشي.»

په هند کې د ګرمۍ موسم معمولا ګرم و، خو په دې وروستۍ لسیزې کې دا ګرمي زیاته شوې ده او په داسې وضعیت کې بیا په هند کې اوبو ته د خلکو لاسرسی هم محدود کېږي.

د اقلیم پېژندنې یوې نړیوالې ادارې ویلي چې د اپریل په میاشت کې ګرم موسم د جنوبي اسیا هېوادونه زیانمن کړي، چې د دوی په وینا ۳۰ سلنه دا وضعیت د اقلیم د بدلون له کبله دی.

د اپریل په میاشت کې د ګرمۍ له کبله د هند په نوي ډیلي کې ۱۳ تنه مړه شول او چارواکو د یوې اوونۍ لپاره ښوونځي رخصت کړل.