په تاجیکستان کې د یکشنبې د روځې د سختو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د تاجیکستان د بیړنیو حالاتو وزارت وویل، دا پیښې پلازمینې دوشنبې ته څېرمه رامنځته شوي دي.
د ولسمشر امام علي رحمان دفتر د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د سختو بارانونو وروسته پرون یو طبیعي ناورین رامنځ ته شو چې له امله یې ۱۳ کسان مړه شول، چې ۱۱ یې په وحدت او دوه په رودکي ولسوالۍ کې وو."
د بیړنیو حالاتو وزارت خبرداری ورکړی چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو خطر "زیات دی."
تاجیکستان، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي تر ټولو بې وزله هېواد دی، د طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دی.
د فبرورۍ په میاشت کې، د افغانستان پولې ته څېرمه په ګورنو بدخشان غرنۍ سیمه کې د واورې او ځمکې ښویېدو لسګونه پېښې رامنځته شوي وې.