وتلی افغان شاعر او عارف حیدري وجودي مړ شو

د دري ژبې پيژندل شوی افغان شاعر او عارف حیدري وجودي

د دري ژبې پيژندل شوی افغان شاعر او عارف حیدري وجودي نن چهارشنبه (غبرګولی۲۱ جون ۱۰) کابل کې د ۸۱ کلنی په عمر مړ شو.

د وجودي خپلوانو ویلي چې هغه د څو ورځو راهیسې کلک ناروغ و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شاعر او لیکوال وجودي مړینه یو ضایعه بللې ده.

له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي:"خدای بخښلي وجودي په ادبي او فرهنګي څانګو کې بې سارې خدمتونه کړي. د هغه مړینه افغانستان ته یوه ضایعه ده."

نوموړی په ۱۳۱۸کال کې د افغانستان پنجشیر ولایت په رخه ولسوالۍ کې زېږېدلی و او لومړنۍ زده کړې هم پخپل پلرني ټاټوبي کړي وې.

حیدري وجودي له ۱۳۴۳ هجري لمریز کال راهیسي د کابل عامه کتابتون کارکوونکی هم و او د عمر تر پایه یې دغه ماموریت خوشې نه کړ.

اروا ښاد وجودي ګڼ شعرونه او علمي مقالې او لیکنې کړي او د اوسني عصر د درې ژبې له نامتو څېرو څخه و.

له نوموړي شااوخوا ۱۴ هنري او ادبي اثار پاتې دي چې مشهور یې رهنمایی پنجشیر، عشق وجوانی، سالي درمدار نور او ځینې نور دي.

د افغانستان ګڼ شمېر سیاسیونو، شاعرانو او فرهنګیانو د اروا ښاد حیدري وجودي پر مړینې ژغوره خواشیني څرګنده کړې ده.