حکمتیار: چا ته د نظام ړنګولو اجازه نه ورکوو

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، په کابل کې روان وضعیت د اندیښنې وړ او د افغانانو په زیان وباله.

د افغانستان د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، څوک چې له ناسمو او غیر اصولي لارو او په یو اړخیزه توګه د نظام نسکورول غواړي ورسره موافق نه دی او ورته اجازه نه ورکوي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، چې کابل ته له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په یوې خبري غونډه کې راڅرګند شو، په کابل کې روان وضعیت د اندیښنې وړ او د افغانانو په زیان وباله.

ښاغلي حکمتیار وویل، په نظام کې بدلون باید له اصولي لارو او هغه مهال راشي، چې غوره او مناسب بدیل ورته شتون ولري.

"هغه چې په دې کړکیچن حالت کې د تغیر او د نظام د نسکورولو شعارونه ورکوي، ترې پوښتنه کوو، چې بدیل مو څه دی؟ د جنګ دوام؟ که د مخالفینو په لاس د کابل سقوط؟ آیا له بدیل وړاندې د نظام د نسکورولو نتیجه به له دې پرته بل څه وي، چې کابل د وسله‌والو مخالفینو په لاس پرېوزي."

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، چې د نظام د کمزوري کولو هڅې ملت او افغانستان ته زیان رسوي او که د څوو کسانو په خوښه د نظام د بدلولو دود رواج پیدا کړي، هیڅوک به د څو ورځو لپاره د حکومت کولو مجال او فُرصت و نه مومي او هر نظام به د څو کسانو په خوښه ژر ژر بدلیږي.

ښاغلي حکمتیار په کابل او هرات کې د وروستیو پیښو او په پیښور کې د دغه ګوند غړي حاجي فرید د وژلو تر شا د یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو لاس وباله، چې پر وینا یې د سولې دښمنان دي او زیاته یې کړه، دغو کړیو هڅه کوله چې د سولې بهیر او د کابل پروسې کنفرانس مختل او سبوتاژ کړي.

هغه په کابل کې وروستیو لاریونونو او اعتراضي غونډو ته په اشارې وویل، چې سوله‌ييز لاریون د ټولو حق دی او ترې ملاتړ کوي، خو هغه اقدامات په کلکه غندي، چې له خونړیو پیښو په استفادې ځینې خاصې کړۍ له وسلو سره سړکونو ته راوځي، خلکو ته زور ښيي او زوروي يي، له امنیتي ځواکونو سره د نښتو لامل کیږي، د نورو سپکاوی کوي او داسې شعارونه ورکوي، چې د وینې بوی ترې راځي.

"هرڅوک حق لري، پر حکومت او چارواکو یې اعتراض وکړي، دا د هر افغان مسلم حق دی، حکومت د پيښو پر وړاندې په ناکامۍ او غیر مسولانه چلند تورن کړي، خو هیڅوک حق نه لري، چې د ارګ له دیوالونو د اوښتلو هڅه وکړي، په زور د حکومت د ړنګولو شعارونه ورکړي، د تظاهراتو له لارې او د خونړۍ پیښو په استفادې سره، په نظام کې د پراخې او غوښنې برخې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي."

ښاغلي حکمتیار وویل، د یوې ډلې لخوا د زور او ځواک له لارې په نظام کې بدلون ورته د منلو نه دی او ټینګار یې وکړ چې هر ډول بدلون باید د ټول ولس په خوښه او رایه رامنځ ته شي.