له کرونا وروسته نړۍ؛ روغبړ او ستړي مشي به څنګه وي؟

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د کروناویروس د خپرېدو دمخنیوي لپاره باید په لاس روغبړ ونشي

په لاس روغبړ او د ستړي‌ مشي پر مهال یو بل په غېږ کې نیول له پېړیو راهېسې د انسانانو ترمنځ د مینې او سولې نښې نښانې بلل کیږي.

په پخوا وختونو کې د جنګ جګړو په وخت به په لاس د روغبړ یو هدف دا هم و چې مقابل کس ته ډاډ ورکړل شي چې په لاس کې وسله او هغه ته د زیان رسولو هوډ نشته.

خو د کروناویروس له خپرېدو وروسته د انسانانو عادي ژوند ګډوډ شو او د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ډاکټرانو خلکو ته جدي سپارښتنه وکړه چې په لاس له روغبړ څخه ډډه وکړي او دوو مېترو په اندازه د یو بل ترمنځ‌ واټن او فاصله هم وساتي.

د کروناویروس په زمانه کې په لاس روغبړ د کوچنیو میکروبونو/میکرواورګانیزم د انتقال اصلي وسیله بلل کیږي‌ او ورسره د کرونا په وژونکې ویروس د اخته کېدو امکان نور هم زیاتېږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي د سایسنپوهانو یوې ډلې د جلدي/ډرماتالوجي ساینس مجلې ته په یوې مقالې کې لیکلي ‌دي‌ چې لاسونه د انسان د بدن هغه متحرک غړي دي‌ چې له بل انسان ، سیمو او نورو وسایلو او توګو ته میکروبونه، جراثیم او ویروسونه انتقالوي.

د کروناویروس وبا نه یواځې د سلګونو زرو انسانانو د مړینې سبب شوه بلکه د نړۍ د اقتصاد د ځپلو ترڅنګ یو لړ بشري فرهنګي او کلتوري رواجونه هم بدل کړل.

په لاس د روغبړ بدیل څه کېدای شي؟

اوس په دې فکر کیږي که حالت همداسې پاتې شي، له کرونا وروسته نړۍ کې به په لاس د روغبړ اجتماعي پروتوګول بدیل څه کېدای شي.

په افغانستان کې کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو ورځیو کې د بي بي سي د نړیوالې څانګې یو پخواني خبریال ډیویډ لاین، چې ډېر وخت په افغانستان کې خبریال و، په خپل ټویتر کې ولیکل چې اوس یې وخت دی چې نړۍ باید د افغانانو په څېر روغبړ وکړي: لاس په ټټر او په سر د درناوي اشاره.

دا مهال د نړۍ په ځینو هېوادونو او سیمو کې خلک د روغبړ په وخت یو بل ته د لاس ورکولو په ځای، له یو بل سره آهسته موټي/سوکونه او ځینې له یو بل سره اوږې جنګوي او ځینې هم په ډراماتیک ډول د پښو په جنګولو روغبړ کوي.

په جاپان کې دود دی چې د ستړي مشي پر مهال یو بل ته سر ټېټوي او یا خولۍ له سر څخه لېرې کوي. په هند کې نمستي د روغبړ سمبول دی چې د ستړي مشي په وخت خلک دوه لاسونه د سلام په دود یو ځای کوي‌، جوخت یې پرمخ نیسي او مقابل لوري ته د دروناي په دود لږ ټېټېږي.

په دپلوماتیکو غونډو کې او د مهمو قراردادونو د لاسلیک په مهال یو بل ته لاس ورکول او لاس خوځول د پروتوګول یوه برخه بلل کېده/کیږي او رسنیو ته دا صحنه ډېره مهمه وي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته اوس له سیاستوالو نیولې تر عادي خلکو پورې هڅه کوي چې له یو بل سره په لاس روغبړ ونشي.

څه موده مخکې ولسمشر ټرمپ د برتانیا له شهزاد سره د روغبړ پر وخت نمستي وکړه

څه موده مخکې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ، د فرانسې ولسمشر ایمانیول مایکرون او د برتانیا شهزاد چارلس په لاس د روغبړ په ځای نمستي وکړه.

لا معلومه نه ده چې د کروناویروس کله ختمیږي او کله یې واکسین جوړیږي او بازار ته وځي.

دا ویروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې پیدا شو، اوس یې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۲۱۱زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۳.۱ میلیون نور پرې اخته دي.

آوس هم دا پوښتنه په خپل ځای ده چې د دغه ویروس له ختمېدو وروسته به انسانان په لاسونو روغبړ وکړي که نه؟