د افغانستان په جنوبي ناامنه ولایت هلمند کې چارواکي وایې چې د بهرنیو قواوو د قاطع ملاتړ ماموریت په همکارۍ د نشه يي توکو د کارخانو د ورانولو عملیات دوام لري.
د هلمند والي حیات الله حیات له امریکا غږ سره په یوې ټلویزیوني مرکې کې وویل چې په تیره یوه میاشت کې د هلمند په بیلابیلو سیمو کې د نشه يي توکو تر ۳۹ زیاتې کارخانې ویجاړې شوې دي.
د ښاغلي حیات په وینا په همدې مودې کې "تقریقاً تر ۳ ټُنو څخه زیات" نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.
په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو له څو اوونیو راپدې خوا په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د کارخانو پر ضد هوايي بمبارۍ پیل کړي دي.
افغان چارواکې وایې چې په هېواد کې د ناامنیو یو لوي لامل د نشه يي توکو کاروبار دی.
د امریکا غږ خبریال احمد شکېب دوست د روانو حالاتو په اړه د هلمند له والي حیات الله حیات سره خبرې کړې دي او په سر کې ترې لښکرګاه ته د تازه دمو امریکايي عسکرو د تللو اړه پوښتنه کړې ده.
بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.
Your browser doesn’t support HTML5