هلمند والي افغانستان ته د کوټې شورا د لېږد راپورونه رد کړل

طالبانو ادعا کړې چې د دغې ډلې شورا له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال شوې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا دغه ولایت ته نه ده انتقال شوې، خو هغه تائیدوي چې دا شورا په کوټه کې له یوې سیمي څخه بلې سیمې ته انتقال شوې ده.

حیات الله حیات وویل استخباراتي مامورین په دې کار کوي چې دا څرګنده کړي چې د کویټې شورا له خپل اصلي ځای د پاکستان کومې برخې ته انتقال شوې ده.

ښاغلي حیات په لښکرګاه کې یوې خبري ناستې ته وويل چې سږکال پدې ولایت کې د پاکستان په ملاتړد وسله والو طالبانو د لویو بریدونو یوه موخه هم همدا وه چې نړیوالو ته وښيي چې د کویټې شورا د افغانستان خاورې ته انتقال شوې ده .

هغه وویل "د کوټې شورا هلمند ته نده راغلې ځکه موږ په هلمند کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ور کړې او درانه تلفات مو ور اړولي، د کوټې شورا د انتقال د موضوع تر شا د پاکستان مستقیم لاس دی ځکه دا هیواد د نړیوالو تر فشار لاندې دی تر څو په خپله خاوره کې د هغوی پټن ځایونه او روزنځایونه لمنځه یوسي نو ځکه يې دغه اوازه خپره کړې خو دا په ډاډ وایم چې په هیڅ صورت يې خپله شورا افغانستان ته نده را انتقال کړې."

تیره ورځ د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ويلي چې د کوټې شورا د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت ته لیږدول شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت هم د طالبانو دا ادعا رد کړې او هغه یې د دغې ډلې یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده.

د طالبانو د کوټې شورا چې د قیادي شورا په نامه بلل کیږي د رپوټونو له مخې شپاړس غړي لري، په جنوبي، غربي او مرکزي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو جګړیز، مالي او دهغوی د خپل منځي تشکیلاتو چارې پرمخ وړي.

هلمند کې د طالبانو ضد عملیات

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغان ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه شاوخوا ته پرمختګ کړی او دا ځواکونه په ټولو سرحدي ولایتونو کې حضور لري.

جنرال رادمنش وویل "دا یوازې پروپاګند دی، مونږ په ټولو هغو ځایونو کې چې دمخه دوی غوښتل خپلې شوراګانی ورته ولیږدوي، چې د هغې په ډله کې د جاني خیلو ولسوالۍ وه د میرانشاه شورا لپاره او د هلمند ځdني برخې وې د کوټې د شورا د لیږد لپاره او د ننګرهار ولایت ته یې ویلي وو، چې مونږ ورته د پیښور شورا لیږدو، خو د هغوی هیڅ یوه غوښتنه نه ده عملي شوې او تراوسه هم نه ده عملي شوې".

د هلمند د نوزاد، موسی کلا، باغران، سنګین او نومېش او په جنوب کې دیشو او خانشین ولسوالیو کې د افغان حکومت نفوذ یاد کم دی او یا بېخي نشته. په هلمند کې دم ګړی د " میوند قهر" په نوم پوځي عملیات دوام لري.