د هلمند والي میرزاخان رحیمي امریکا غږ اشنا راډیوته وویل چې د سنګین ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات دافغان امیتي ځواکونو په لاس کې دي خوهغه دا ومنله چې افغان ځواکونه د طالب وسله والو سره د دغې ولسوالۍ د مرکز په څنډو کې په جګړه بوخت دي.
ښاغلي رحیمي وویل چې هوايي ځواکونو او ځانګړو قطعاتو په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د خپلو مخالفانو ځیني اهداف په نښه کړي چې په ترڅ کې یې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند والي وویل چې خپلو مخالفانو ته د سر د اوړیدلي زیان په باب به رسنیو ته وروسته معلومات ورکړي.
هغه وویل د مخالفو وسله والو پر وړاندې په روانوعملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه ډب شوې ده.
د سنګین په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د ضربتي قواوو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د سنګین په جګړه کې تر اوسه ۴۲ تنه افغان سرتیري او ۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند والي دغه ولایت ته د برتانوي پوځونو د بیرته ستنیدلو په باب خپاره شوي رپوټونه و نه منل او وې ویل چې تر اوسه پورې دغه ولایت ته برتانوي عسکر بیرته نه دي ورستانه شوي.
د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکا اشنا رادیو ته وويل چې ځانګړي امریکايي ځواکونه د ښوراب پوځي اډې ته څو اونۍ مخکې ورغلي او د خانشین د بیرته نیولو په عملیاتو کې يې افغان ځواکونو ته هوايي ملاتړ برابر کړی وو.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چي د نړیوالو ځواکونو څخه د مرستې غوښتولو صلاحیت د امنیت شورا سره دی او دوی په ولایتي کچه دا کار نشي کولای.
وسله والو طالبانو د هلمند د سنګین ولسوالۍ په اړه تر اوسه کومه تبصره نده کړې .