حیات: هلمند کې د طالبانو د ملا تیر مات شوی دی

د هلمند والي وايي، په تیرو دوو میاشتو کې افغان ځواکونو ۴۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي، چې په کې د دغې ډلې لس مهم غړي هم شامل دي.

د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، په دغه ولایت کې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌‌ژوبله اوښتې او د دغې ډلې د ملا تیر مات شوی دی.

ښاغلي حیات، چې د شنبې په ورځ په کابل کې د هلمند ولایت د وضعیت په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، په دې موده کې افغان ځواکونو د طالبانو د یو شمیر مهمو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې ۴۱۵ غړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ژوندي نیولي، چې په کې د طالبانو مهم غړي او شپږ ځانمرګي بریدګر هم شامل دي.

هغه وویل "موږ په هلمند کې تقریباً د طالبانو د ملا تیر ورمات کړی دی، د دوی د قوماندۍ ډیر غښتلي کسان موږ له منځه وړي دي، همدارنګه د عملیاتو په جریان کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې هم لاس ته راغلي دي او د دښمن ۲۱۷ مرکزونه او د انفجاري موادو ډيپوګانې له منځه وړل شوي دي".

ښاغلي حیات، ملا جیلاني، ملا سید محمد، قاری محب الله، ملا بصیر، ملا ظاهر، ملا احمد، محبوب، فرید جانان، مولوی منصور او ملا عصمت په هلمند ولایت کې د طالبانو د رهبرۍ هغه غړي یاد کړل، چې په تیرو دوه میاشتنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د هلمند والي زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې افغان ځواکونو د ناوې او ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو څخه نیولي او لا هم د لښکرګاه ښار په شاوخوا سیمو او نادعلي ولسوالۍ کې عملیات دوام لري.

د هلمند والي پر وینا، په دې موده کې ۸۵۰ وسله‌والو طالبانو له جګړې لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

ښاغلي حیات وویل چې په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو سل تنو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هلمند د افغانستان یو لوی ولایت دی، چې د دغه هیواد د جغرافیې لس فیصده جوړوي.

دغه ولایت ۱۳ ولسوالۍ لري، چې پنځه یې لا هم د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي.

له ایران او پاکستان سره د هلمند ګډه پوله، په دغه ولایت کې د مخدراتو پراخ کاروبار، د کانونو موجودیت، د حکومت له خوا د هلمند د اوبو مدیریت او د وسله‌والو طالبانو په رهبرۍ کې د هلمند د یو شمیر مهمو اوسیدونکو شتوالی هغه څه دي، چې د والي حیات‌الله پر وینا، د دغه ولایت په ناامنیو کې عمده رول لوبوي.

فساد سره مبارزه

د هلمند والي دغه راز وویل، چې په هلمند ولایت کې د اداري فساد پر ضد مبارزه او د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې د دغه ولایت چارواکو جدي اقدامات ترسره کړي او د دغه ولایت په مختلفو ادارو کې یې تر ۷۰ فیصده ځوانان په دندو ګومارلي دي.

د ښاغلي حیات پر وینا په دې موده کې یې د ملکي او پوځي دولتي مامورینو په ګډون سلګونه کسان د اداري فساد په تور نیولي او اړوندو ارګانونو ته یې سپارلي دي.

هغه وویل "د فساد د مخنیوي په برخه کې له ۲۵۰ څخه زیات نظامي او ملکي کسان موږ نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو معرفي کړي، په دې کې جنرالان شامل دي، په دې کې ټیټ رتبه ملکي او نظامي مامورین شامل دي، چې د فساد او وظیفوي غفلت په تور نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي".

د هلمند والي زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د ځمکو د غاصبینو پر ضد مبارزه دوام لري او سلګونه جریب ځمکه یې له غاصبینو څخه خلاصه کړې ده.