د لښکرګاه سنګین لویه لار پرانیستل شوه

د سنګین لښکرګاه لویه لاره نهه میاشتې وړاندې د سختو جګړو وروسته د افغان حکومت وسله والو مخالفانو تړلې وه.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو د نږدې دوه اونیو عملیاتو وروسته د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه او سنګین ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره د وسله والو مخالفانو له خوا د نهه میاشتو تړلو وروسته تیره ورځ بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، په دغه لویه لاره یې په تیرو نهو میاشتو کې د لومړي ځل له جگړې پرته نظامي اکمالات کړي دي.

په هلمند کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو وياند جگړن محمد رسول ځاځي امريکا غږاشنا راډيو ته وويل، چې د سنگين د لار د خلاصون عملياتو ۱۲ ورځې دوام وکړ .

جگړن ځاځي وویل، پدې عملياتو کي د ماينونو گواښ تر ټولو زيات وو، چې په ترڅ کې یې د دغې لارې په اوږدو کې د ماين پاکۍ نظامي ټيمونو په سل گونو ماينونه له منځه وړي دي.

جګړن ځاځي وويل، د ماين په څو چاودنو کي د ملي اردو د انجنيرۍ د ټيم پنځه تنه سرتيرې هم ټپيان شوي دي.

د اردو وياند وايي، تر ۹ مياشتو وروسته اوس دسنگين او لښکرگاه ترمنځ پر لويه لار عام خلگ هم تگ راتگ کولای شي او دوی هم خپلو نظامي قطعاتو ته د ځمکې له لارې اکملات کړي دي.

د سنگين لښکرګاه لار د کندهار هرات له لويې لارې څخه جلا شوې او شپيته کيلوميتره واټن لري.

امنیتي چارواکي وایي، پر دغه لار کپرک مانده، حيدراباد دوه لارې، امان الله لوړه، فتح ماد پيچ او شکر شيله سیمې د امنیتي ګواښونو له امله تر ټولو خطرناکې دي.

خو دهلمند د ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل وايي چې اوس هم پر دغه لاره ډیر امنیتي ګواښونه شته دي.

محمد کريم اتل وویل، که امنيتي ځواکونه په بشپړه توگه د سنگين له لارې څخه امنيتي گواښونه لرې کړي نو دا به دغې ولسوالۍ د امنیت سره ترپنځوس فيصدو مرسته وکړي.

په تیرو پنځه میاشتو کې د سنگين ولسوالۍ مرکز دوه ځلې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو لاس ته لویدلی وو، خو بيا د سختو جګړو وروسته بیرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

په دې تیرو نهو میاشتو کې دغې ولسوالۍ ته نظامي اکمالات دهوا له لارې کيده او همداشان عامو خلکو هم په دغه لارتګ راتګ نشو کولای.

ارزګان کندهار لویه لاره

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ او کندهار ترمنځ لویه لاره چې اوړمه ورځ وسله والو مخالفانو تړلې وه، تیره ورځ بیرته پرانیستې ده.

د ارزګان ولایت د امنیت امر سمنوال رحیم الله خان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا لاره د کټه سنګ په سیمه کې وسله والو مخالفانو تړلې وه، چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوه.

هغه وویل، اوس دا لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.

خو رحیم الله خان وویل، اوس هم لا په دغه لار امنیتي ګواښونه شته، چې ژر به د دغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره عملیات ترسره شي.