د هرات ښار په "پل رنگینه" سیمه کې د شنبې په ماښام وسله والو کسانو پر شپږمې امنیتي حوزې برید کړی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي دغو وسله والو کسانو پر امنیتي سرتیرو باندې له ډزو وروستهد هرات په "پل رنگینه" سیمه کې شپږمې امنیتي حوزې ته ننوتي دي.
ښاغلی فرهاد وایي د شپږمې امنیتي حوزې پر لور ټولې ارتباطي لارې د امنیتي ارگانونو له لورې تړل شوي او په ډزو کې تر اوسه دوه ترهگر وسله وال وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند همداشان وایي چې په سیمه کې د امنیتي قواو گډ عملیات تصفیوي روان دي.
پدې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي وایي تر اوسه د پنځو تنو مړي چې په کې یو ماشوم او دوه پولیس سرتیري شامل دي، دې روغتون ته انتقال شوي دي.
ډاکتر جلالي همداشان د یو ملکي وگړي د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.
بلخوا د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي عملیات پای ته رسیدلي او په سیمه کې حالت عادي شوی دی.
ښاغلي ولي زاده همداشان ویلي چې د ترهگرو یو له چاودیدونکو موادو ډک موټر امنیتي قواو کشف او خنثی کړی دی.
شپږمه امنیتي حوزه د هرات ښار په مرکز کې د والي دفتر ته نژدې پرته ده.
رپوټ: خلیل نورزایي – امریکا غږ