د هرات والي له خپلې دندې ګوښه شو

د هرات والي محمد اصف رحیمي نن د دوشنبې په ورځ «لیندۍ ۱۹ مه» په یو لویه غونډه کې، چې د هرات د اوسېدونکو څخه د خدای په امانۍ لپاره جوړه شوې وه د دغه ولایت د والي په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه کېدل اعلان کړل.

ښاغلي رحیمي د ولایت له دندې څخه د ګوښه کېدو علت له خپلې کورنۍ لیریوالی وښود.

ښاغلي رحیمي د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو وروسته د هرات د والي په توګه ټاکل شوی وو.

هغه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په کابینه کې د کرهڼې او اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر په توګه هم کار کړی وو.

محمد اصف رحیمي په هرات کې د دغه ولایت د اوسېدونکو سره د مخه ښې لپاره دغې جوړې شوې غونډې، چې قومي مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنې استازو په کې برخه اخیستې وه، په تېرو څلورو کلونو کې د خپل کار راپور هم د خلکو سره شریک کړ.

هغه د هرات له ولایتي ادارې سره د دغه ولایت د اوسېدونکو د همکارۍ او مرستې له امله هم مننه وکړه.

محمد اصف رحیمي، د ټاپي نل لیکې د پروژې، د هرات – خواف د اورګادي پټلې، د لارجوردو د لارې د سیمیه ییزې ټرانسپورټي پروژې او د هرات د حلقوي سړک د پروژو په ګډون د دیرش سترو اقتصادي پروژو نومونه واخیستل، چې د هغه د کار په موده کې په هرات کې تطبیق شوي اویا هم د تطبیق په حال کې دي.

د هرات یو شمېر سمه ییزو مشرانو هم په دغه غونډه کې د خبرو پرمهال د محمد اصف رحیمي د فعالیتونو ستاینه وکړه.

تراوسه لا افغان حکومت د محمد اصف رحیمي د استعفی په اړه څه نه دي ویلي او لا هم د هغه ځای ناستی نه دی ټاکل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه پرځای د اداري چارو د لوی رئیس وحید قتالي د ټاکلو خبرونه هم خپاره شوي، خو د افغانستان جمهوري ریاست لا دا دارپوټونه نه دي تائید کړي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

د افغانستان د چارو یو شمېر کارپوهان دا ګڼي، چې د جمهوري ریاست ټاکنو په رانږدې کېدو کېدای شي، یو شمېر نور چارواکي هم له خپلو دندو ګوښه شي.