د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو ځواب ته منتظر یو- سولې شورا

د قطر دفتر د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې دغه شورا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د وسله‌والو طالبانو د ځواب په تمه ده او په دې برخه کې د دغې ډلې دریځ به په قطر کې د طالبانو د دفتر برخلیک روښانه کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي، په راتلونکي کال کې به د دواړو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي.

ښاغلي خپلواک وویل "موږ د طالبانو د تحریک د مستقیم ځواب په تمه یو، که مذاکراتو ته چمتو وو، څه ژمنې چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت کړې دي، لکه هر ډول امکانات او اسانتیاوې چې د مذاکراتو لپاره مهم دي، ورته چمتوالی لرو. که مذاکراتو او سولې ته تیار نه وو، بیا د دغې ډلې لپاره چې الهي امر نه مني، د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په برنامو او ملت کې د هیڅ ډول دفتر او امکاناتو ځای نشته".

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس زیاته کړه، چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه وسله‌والو طالبانو په لویه کچه خبرې پیل کړې دي.

د اندونیزیا درې‌اړخیزه غونډه

ټاکل شوې چې د اندونیزیا په پلازمینې جاکرتا کې، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د عالمانو له خوا د سولې درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکر خپلواک وویل، چې اندونیزیا د دینې عالمانو د درې اړخیزې غونډې کوربتوب کوي او پاکستاني عالمانو ته یې په کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ښاغلي خپلواک وویل، په دغې غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستاني عالمانو له ځواب وروسته به د کنفرانس کره نیټه څرګنده شي.

هغه له طالبانو څخه هم وغوښتل چې د اندونیزیا غونډې ته خپل دیني عالمان واستوي "موږ امید لرو چې طالبان دا جرأت وکړي او د خپلو دیني عالمانو هیأت واستوي او زموږ له عالمانو او د نړۍ له عالمانو سره په بحث کې دغه جګړه چې دوی یې جهاد بولي، په اثبات ورسوي".

ښاغلي خپلواک دغه راز وویل، چې د افغانستان د سولې په تړاو به د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې هم، د روان عیسوي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې یوه غونډه جوړه شي.