خپلواک: روانه اونۍ کې د سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړیږي

د سولې عالي شورا وايي د هغو هیوادونو سره د سولې په مسله خبرې کوي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې په ټینګیدو کې رول لوبولی شي.

د افغانستان د سولې عالی شورا وایي، له وسلوالو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پیل د هڅو په لړ کې به د افغانستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو تر منځ په روانه اونۍ کې یوه څلوراړخیزه غونډه جوړه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وایي چې هڅه کوي د ډیپلیماټیکو لارو څخه هغو هیوادونو سره د سولې په مسله بحثونه وکړي چې د ښاغلي خپلواک پر وینا د افغانستان په سوله کې رول لوبولی شي.

"په دې اونۍ کې څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ جوړیږي.یو شمیر نور پروګرامونه چې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په ګډه ورباندې کار کوي له مخې به یې ټول هغه شرطونه او تضمینونه چې طالبان یې وړاندې کوي او د مستقیمو مذاکراتو لپاره ورته اړتیا ده برابر کړي".

ښاغلي خپلواک وویل له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي.

خو ښاغلي خپلواک دا ونه ویل، چې په دغه څلوراړخیزه ناسته کې به د دغو هیوادونو په کومه کچه چارواکي برخه واخلي.

د سولې د عالي شورا د سرچینو د وینا له مخې ټاکل شوې، دا ناسته به یا د سعودي عربستان په پایتخت ریاض او یا هم په کابل کې جوړه شي.

د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د دغو څلورو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په کچه د افغانستان او د تروریزم سره د مبارزې پر مسلو د خبرو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې یوه ناسته جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ګډون کړی وو.

محمد اکرام خپلواک په قطر کې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د امریکا د " این بي سي" تلویزیوني شبکې د راپور په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په اړه معلومات نه لري.

ښاغلي خپلواک وویل " موږ د طالبانو له قوماندانانو سره په اړیکه کې نه یو چې سره څه یې ویلي دي".

د امریکا د " این بي سي" تلویزیوني شبکې د طالبانو د ډلې د سرچینو د راپور پر اساس د دغې ډلې د استازو او د امریکا د حکومت د استازو ترمنځ په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د لیدو کتو په اړه رپوټ ورکړی دی.

د طالبانو استازو دغې امریکایي تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د دغې ډلې استازو تر اوسه څو ځلې امریکایي چارواکو سره د قطر په پایتخت دوحه کې په یو هوټل کې کتلي دي

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس همدارنګه په نیږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې ناستې خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د جګړې په مشروعیت خبرې وشي.

ښاغلي خپلواک وویل" ژمنه شوې چې په دې ناسته کې به د دواړو هیوادونو دیني عالمان هغه فتوا ګانې تایید کړي چې د افغانستان د جګړې د څرنګوالي په اړه صادرې شوي دي".

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې په اړه د علماوو متفقه فتوا او په سعودي عربستان کې د بیلابیلو هیوادونو د ۱۰۰ علماوو پریکړه لیک د افغانستان په سوله او ثبات کې یو نوی ګام او تحول دی چې تر اوسه یې په اسلامي نړۍ کې ساری ندی لیدل شوی.