سرابي: سولې پر وړاندیز د طالبانو دریځ نه اعلان د اندیښنې وړ نه دی

طالبانو د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه تراوسه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې د دوهم کنفرانس غونډې ته په وینا کې طالبانو ته د سولې بهیر سره د یوځای کیدو په بدل کې د یو شمیر امتیازاتو د ورکولو اعلانوکړ.

خو طالبانو چې وړاندې به یې د هرې مسلې په اړه ژر غبرګون څرګندوه، د افغان حکومت د دغه وړاندیز په اړه لا خپل دریځ نه څرګند کړی.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله میرمن حبیبه سرابي وایي، چې دا کومه د اندیښنې وړ خبره نه ده اوپه دې برخه کې باید انتظار وایستل شي.

میرمن سرابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " که چیرې طالبانو سولې ته لیوالتیا نه لري، دا د هغوی پورې اړه لري، د دې لپاره چې ورته وړاندیز شوی، د افغانستان خلک سوله غواړي، دا چې هغوی نه غواړي سوله وکړي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې ودریږي، د هغوی تصمیم پورې اړه لري، خو په هره مسله کې موږ باید ناامیده هم نه اوسو، ډیر وختي دی، چې ووایو دا مسله د اندیښنې وړ مسله ده".

د افغانستان د سولې عالي مرستیالې وویل، چې دا د طالبانو لپاره یو فرصت دی، چې د سولې د وړاندیز له لارې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم د افغان حکومت د سولې نوی وړاندیز د تیرو وړاندیزونو پرتله د غور وړ ګڼي او په دې باور دي چې په دې وړاندیز کې ډیرو هغو مسلو ته په ځانګړي ډول د بندیانو او د نړیوالو بندیزونو مسلې، وسله والو طالبانو ته د اهمیت وړ مسلې دي.

خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو د وزارت مامور او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، چې په دې وړاندیز کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مهالویش مسلې ته ځای نه دی ورکړل شوی او همدا خبره کیدای شي، چې د دغه وړاندیز په باب طالبان غبرګون نه ښودلو ته هڅولي وي.

ښاغلي مژده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د طالبانو په رسمي انټرنیټي پاڼه کې په یوه خپره شوې مقاله کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني طالبانو ته د سولې د وړاندیز پر وخت د دغې ډلې له اصلي غوښتنې چې د بهرنیو ځواکونو د مهالویش د اعلان مسله ده په څنډه تیر شوی دی.

ښاغلي مژده وویل " زه فکر کوم ښه به وای، چې همدې مسلې ته د جمهور رئیس په بیانیه کې ځای ورکړل شوی وای او ویل شوی وای چې د بهرنیو ځواکونو د شتون مسله یوه موضوع ده چې طالبانو سره د خبرو پرمهال کله چې خبرې پیل کیږي به مطرح شي".

وحید مژده وايي، چې طالبانو ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې ټاکل ډیر اهمیت لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، طالبانو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې وړاندیز پرته له قید او شرط وړاندیز دی او کله چې د سولې خبرې پیل شي، نو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمسله هم هغوی سره خبرې کیدلی شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کله چې طالبان جګړه ودروي، په افغانستان کې د بهرنیانو پاتې کیدو دلایل هم له منځه ځي.

ښاغلي مینه پال وویل " بهرنیان دلته د څه لپاره راغلي، دلته جګړه ده، د دوی دلیل دادی، چې د دوی دښمنان دلته دي، کله چې طالب جګړه ودروي هیچاته د پاتې کیدو دلایل نشته، د افغانستان د ملت هم دا غوښتنه ده، چې په اول کې باید جګړه ودریږي او بیا په نورو مسلو به د مذاکراتو په جریان کې بحث کیږي".

وسله والو طالبانو ته د افغانستان د حکومت د سولې له وړاندیز څخه د پاکستان په ګډون په نړیواله کچه ملاتړ شوی دی.