ایا د ملا برادر ټاکنه به د سولې د خبرو په چټکتیا اثر وکړي؟

ملا عبدالغني برادر

عبدالغني ملابرادر د طالبانو د غورځنگ د بنسټگرو کسانو له ډلې څخه دی چې په پاکستان کې د اته کاله بند وروسته د اکتبر په میاشت کې خوشې شو.

ملا برادر چې په ٢٠١٠ کال کې پاکستاني مقاماتو بندي کړی و داسې باور دی چې د سولې د خبرو د گټورتیا په موخه د امریکا د متحده ایالاتو په سپارښتنه خوشې شوی دی. د امریکا سره د سولې په خبرو کې د ملابرادر شتون کیدای شي د جگړې په لیکو کې طالب قواماندانان په سیاسي مشرتابه کې د خپل استازيتوب په اړه ډاډمن کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د طالبانو د قطر دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکنه به د سولې په خبرو کې د قطر دفتر صلاحیتونه زیات کړي.

د سولې د عالي‌ شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم د جمعې په ورځ د «سلواغې پر ۵مه» امریکا غږ ته وویل چې د ملا برادر په راتګ سره به د قطر دفتر صلاحیتونه زیات شي او د سولې خبرې به ګړندۍ شي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه چې د طالبانو د قطر دفتر تر دې مخکې پوره صلاحیت نه لاره او په ټولو چارو کې به یې له کوټې شورا او یا نورو طالب مشرانو څخه اجازه اخیستل چې د ملا غبدالغني برادر ټاکنه به دغه ستونزه تر یو حده لیري کړي.

ملا برادر د وسله والو طالبانو د مشر د دریم مرستیال او د طالبانو په لیکو کې د یوه مهم مشر په توګه د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی شي.

د طالبانو د قطر دفتر لومړی رئیس د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر اخند ته نژدې کس سید طیب اغا و چې د ملا محمد عمر اخند د مرګ د خبر تر افشا کېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې د ترینګلتیا تر رامنځته کېدو وروسته له دندې څخه استعفا ورکړه او پر ځای یې ملا عباس شیر محمد ستانکزی د طالبانو د قطر دفتر رئیس وټاکل شو.

د طالبانو د قطر دفتر لومړی رئیس د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر اخند ته نژدې کس سید طیب اغا و چې د ملا محمد عمر اخند د مرګ د خبر تر افشا کېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې د ترینګلتیا تر رامنځته کېدو وروسته له دندې څخه استعفا ورکړه او پر ځای یې ملا عباس شیر محمد ستانکزی د طالبانو د قطر دفتر رئیس وټاکل شو.

د طالبانو د قطر دفتر لومړنی مشر سید طیب اغا

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل چې ملابرادر یې له امریکايي لوري سره د روانو سیاسي خبرو د ځواکمنتیا په موخه ټاکلی دی.‌

وسله وال طالبان پر داسې مهال ملا عبدالغني برادر د قطر د فتر د مشره په توګه ټاکي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالب استازو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرې راوانې دي.‌

که څه هم تر دامهاله د دغو خبرو پوره جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي والسټریټ ژورنال تېره ورځ وویل چې تېره ورځ په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو په اړه پرېکړې شوي دي،خو د خبرو ښکېلو لورو لا تر اوسه په رسمي ډول دا پرېکړې نه دي تائید کړي.

تر طیب اغا وروسته او تر ملا برادر اخند مخکې شیر محمد عباس ستانکزی د قطر دفتر مشر و

پر همدې مهال سیاسي کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو وزارت مامور وحید مژده هم وايي، چې د سولې خبرو د چټکتیا په هدف د ملا برادر تاکل به د سولې خبرو کې ګټور تمام شي.

وحید مژده امریکا غږ ته وویل چې ملا برادر یو نظامي کس دی او د طالبانو په منځ کې د مشر په سترګه ورته کتل کېږي چې د سولې په بهیر کې به یې اغیز زیات وي.