اروپایي ټولنې د روسېې د جګړې په تړاو په ۱۲۱ بنسټونو او کسانو تازه بندیزونه ولګول 

اروپایي ټولنې د شنبې په ورځ فبروري ۲۵ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید له امله نوي بندیزونه تصویب کړل چې له مخې یې د ایراني ډرون الوتکو د تولیدونکو کمپنیو په ګډون ۱۲۱ کسان او بنسټونه په نښه شوي‌ دي.

دا د روسیې د مالي او نظامي توان د محدودولو په هدف د اروپایي ټولنې د بندیزونو لسم پړاو دی.

دا بندیزونه د جمعې په ورځ د متحدو ایالتونو او بریټانیا د اعلان شویو بندیزونو دوام دی کوم چې جي اوه یا اوو صنعتي هیوادونو هم په یوې بیانیه کې خبرداری ورکړی وو که هر هیواد له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې مرسته وکړي، مجازات به شي.

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون ډر لاین وایي د اروپايي ټولنې د بندیزونو دا پړاو تر ټولو پراخ اقدامات دي چې نه یوازې د روسیې وسلې محدودیوي بلکې د هغه هیواد اقتصاد ته هم زیان رسوي.

میرمن فون ډر لاین زیاته کړه:"موږ همدارنګه پر هغو کسانو فشار زیاتوو چې هڅه کوي زموږ له بندیزونو وتښتي."

د اروپايي ټولنې د یوې بیانیې له مخې، ددغې ټولنې وروستي بندیزونه، د روسیې د دریو نورو بانکونو، تجارتونو او دولتي اداراتو په ګډون د هغه هیواد ۹۶ اضافه بنسټونه په نښه کوي.

په دې بندیزونو کې اوه ایراني بنسټونه هم په نښه شوي دي، هغه کمپنۍ چې چاودیدونکي ډرون الوتکې تولیدوي او روسیې د اوکراین په جګړه کې د هغه هیواد د استوګنې د ودانیو او بنسټونو په وړاندې کارولي‌ دي.

په دې بندیزونو کې روسیې ته د الکترونیکي، تخصصي نقلیه وسایطو، د ماشینونو د پرزو، د جټ د انجونونو، جرثیقلونو، الکترونیکي سرکټونو او حرارتي کمرو صادرات هم منع شوي دي.

اروپایي چارواکو ویلي ددغو توکو تجارت چې د شواهدو له مخې مسکو د اوکراین په جګړه کې کارولي، څه باندې ۱۲ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

دغو بندیزونو همدارنګه د روسیې د تبلیغاتي رسنیو په وړاندې هم فشارونه زیات کړي‌ دي او د سپوټنیک نیوز د عربي ژبې د نشراتو جواز چې د روسیې د دولت تر کنټرول لاندي دی هم ځنډول کیږي. د سپوټنیک فعالیت په اروپا کې بند شوی دی.

نوې بندیزونه همدارنګه د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه اړ کوي څو د تحریم شویو شتمنو روسانو د شتمنیو په اړه چې د کرملن ملاتړ لري، دقیق راپورونه جوړ کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوسپ بوریل ویلي د هغو کسانو مکمل لست چې د یادې ټولنې د بندیزونو په نوي لست کې دي، د شنبې ناوخته د اروپايي ټولنې په رسمي جریده کې خپاره شي.

کوم کسان چې په دې لست کې شامل دي، شتمنۍ به یې په اروپایي ټولنه کې وتړل شي او هغوی ته به د اروپا ویزه نه ورکول کیږي.

بوریل وویل، پر روسیې به فشارونو ته دوام ورکړي او دا کار به تر هغه وکړي څو اړتیا وي او اوکراین د روسیې له وحشیانه برید څخه خلاص شي.