په افغانستان کې نږدې ۷ زره کسان په ایچ ای وي اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له ایچ آی وي یا ایډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د اټکل له مخې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۹۰۰ کسه په ایچ ای وي یا ایډز اخته دي او دغه وزارت تر اوسه ۲۷۰۰ ناروغان تشخیص او راجسټر کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ایچ ای وي، زیړي او جنسي ناروغیو د کنټرول د څانګې رئیس نقیب‌الله همدرد امریکا غږ ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال د اټکل له مخې، په افغانستان کې په ایډز د اخته کسانو شمیر ۷۵۰۰ کسانو ته رسیده.

ښاغلي همدرد وایي د عامې روغتیا وزارت د یو لړ اقداماتو په نتیجه کې اوس دغه شمیره راټیټه شوې ځکه دې وزارت په تیر یو کال کې خپل خدمات مختلفو ولایتونو ته غځولي دي "په اول ځل یې د هغو کسانو لپاره چې هیروئین او مواد مخدر په زرقي ډول استفاده کوي پر ځای یې نور میتودونه شروع کړل او موږ د پاکو ستنو د توضیع او ټولولو پروګرام شروع کړی دی، نو دغه لاسته رواړنې دي، چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې تخمین کړی وو چې ۷۵۰۰ پیښې وجود لري او اوس تخمین کوي چې ۶۹۰۰ پيښې دي."

ښاغلي همدرد وویل چې د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۸ کال کې د ایچ آی وي په ویروس څه باندې ۲۰۰ اخته کسان ثبت کړي. دغه شمیره په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۲۳۲ تنه وه. د ښاغلي همدرد پر وینا اوسمهال د ثبت شویو ناروغانو مجموعي شمیره ۲۷۰۰ تنو ته رسیږي.

هغه ویل: "هغه کسان چې ثبت کیږي موږ ورته تداوي شروع کوو او د تداوي ښېګڼه دا ده، نه تنها چې د مریض د ژوند کیفیت ورسره سمیږي، بلکې نورو ته د ویروس د انتقال چانس هم کمېږي."

د افغانستان په څیر دودیزه ټولنه کې د ټولنیزو حساسیتونو له امله، د ایډز په ناروغۍ زیات شمیر اخته کسان خپله ناروغي پټه ساتي، چې له امله یې د دا ډول ناروغانو د تشخیص او کره شمیرې معلومولو چارې یې له خنډ سره مخ کړي دي.

په دې ویروس ځینې ناروغان وايي چې په ټولنه کې ورسره سم چلند نه کیږي.

​محمد ادریس عزیزي چې نهه کاله مخکې ایران کې په ایچ ای وي اخته شوی امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "په یادې ناروغۍ د اخته کېدو لارې بېلابېلې دي خو په افغانستان کې خلک یوازې په دې فکر کوي چې د جنسي اړيکې له لارې یو ناروغ په دې ویروس اخته شوی دی."

Your browser doesn’t support HTML5

په ایران کې په ایچ ای وي د اخته شوي افغان محمد ادریس عزیزي مرکه

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، هغه معتادین چې د ستنزو له لارې مخدره مواد استعمالوي او دغه راز هغه کسان چې په جنسي اړیکو کې روغتیايي مسایل نه مراعتوي په کې د ایډز ویروس د انتقال چانس خورا زیات دی.

د کابل په ګډون د افغانستان په پنځو زونونو کې د ایډز د ناروغانو د درملنې مرکزونه فعالیت کوي خو په افغانستان کې د ایډز په اړه د عامه پوهاوي د پراخو کمپاینونو سربیره لا هم د دغې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي کچه خورا ټیټه ده.

پرون شنبه د ډیسمبر لومړۍ نیټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ وه. دا ورځ هرکال په نړیواله کچه د ایډز او په دغې ناروغۍ د اخته کسانو په وړاندې د توپیري چلند د مخنیوي لپاره لمانځل کیږي.