پاکستان کې د ایډز ناروغي په بیسارې توګه زیاته شوې

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په پاکستان کې د «ایچ. آی. وي» ایډز ناروغي په بیساري توګه زیاته شوې ده.

د غې ادارې په خپل یو تازه رپورټ کې خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې هرکال شل زره کسان د «ایچ. آي. وي» ایډز په مرض اخته کېږي.

د «ډبلیو ایچ او» رپورټ وایي، له دې سره سره چې د ایډز د وایروس علاج کېږي، خو بیا هم د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

دغه رپورټ وایي چې د پاکستان د حکومت د شمېرو په اساس شااوخوا ١٦سلنه په دغه ناروغۍ د اخته کسانو د مرض تشخیص شوی دی او یوازې ٩سلنه یې علاج ته لاسرسی لري.

په دغه ناورغۍ د اخته کسانو څخه یوازې ۹سلنه درملنې ته لاسرسی لري

د ایډز د مخنیوي ملي ادارې مشرې صایمه پراچه امریکا غږ ته وویل چې شاوخوا ١٣٥٠٠ زره په ایډز اخته ناروغان په ټولنه کې ازادانه ژوند کوي چې دغه د ایډز د وایروس نورو کسانو ته د انتقالېدو خطر زیاتوي.

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د ملک په مختلفو سیمو کې د ایډز په ناروغۍ اخته کسان موجود دي.