په ایټالیا کې کورونه په یوه ډالر خرڅيږي

د ایټالیا د کنکورډیا سیمه. عکس له آرشیف څخه

د ایټالیا حکومت غواړي چې د سمبوکا ښار له ویجاړیدو وژغوري، ځکه یې په دغه ښار کې د ګڼ شمیر کورونو بیې ۱ ډالر پورې ټیټې کړي دي.

د سمبوکا ښار د یوې غونډۍ په سر کې دی او له هغه ځایه کښته د مدیترانیې سیند او شاوخوا ساحلونه یې ښکاري.

لدغې سیمې نه ډیرو خلکو سترو ښارونو ته کډه کړې ده.

کور پدې شرط په یوه ډالر خرڅیږي چې رانیونکی یې باید ژمنه وکړي چې زوړ کور به ورانوي او په ځاې به یې د (۴۰-۱۵۰) متر مربع پورې نوی کور جوړوي.


حکومت له اخیستونکي څخه ۵۰۰۰ یورو د ضمانت په بڼه اخلي او اخیستونکی مکلف دی چې دغه کور په درې کلونو کې بشپړ کړي.
د سمبوکا ښاروال ګشوپي کچوپو وایي ”سمبوکا ته د ښایستونو ښار وایي او دا ښار ډير آرامه ده. دومره غږ او شور نشته. زه باوري یم چې هیڅوک به دلته د کور په اخیستلو پښیمانه نه شي. “

د سمبوکا ښار تهداب د لرغوني یونان په وخت کې کیښودل شو چې وروسته بیا د مسلمانانو د واکمنۍ پرمهال د سوداګرۍ په مرکز بدل شو. مسلمانانو په دغه سیمه کې ځینې مسجدونه او ورته ودانۍ هم جوړې کړې وې. ګشوپي وايي ” مونږ نه غواړو چې خپل لرغوني آثار او ودانۍ له لاسه ورکړو. دلته د مسلمانانو د دورې ډیر اثار شته، د ډیرو لارو او کوڅو نومونه عربي دي. مونږ نه غواړو چې د خپل لرغوني تاریخ دغه برخه ورکه شي. غواړو چې ډير خلک راشي او دلته کورونه واخلي. “

د سمبوکا ښاروال وایي چې تر دا مهال ۱۰ کورونه خرڅ شوي دي او ډير نور به یې په نږدو کې خرڅ شي. هغه دا مني چې وران شوو کورونو کې خاورې او تیږې پرتې دي او لږ کار به غواړي خو بیا هم راتلونکي ته هیله مند دی.