حوثي یاغیانو په سعودي د نورو توغندیو وارولو خبرداری ورکړی

د حوثي یاغیانو پوځي څانګه وایي دا توغندي یې په سعودي عربستان وار کړیدي.

په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو خبرداری ورکړی که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه هوایي بمبارۍ بندې نکړي، په ریاض به نور توغندي هم وار کړي.

د سعودي امنیتي ځواکونه وایي چې تیره شپه یې په ریاض درې وار شوي توغندي دفع کړي.‌رپوټونه وایي چې د توغندیو ټوټې په یو کور ولیدلی، یو تن پکې وژل شوی او دوه نور ټپي شویدي.‌

د پایتخت ریاض تر څنګ د نجران، جیزان او خامص مشایط په ښارونو هم توغندي وار شوي خود توغندیو د دفاع سیستم یې مخه نیولې او شنډ کړي یې دي. ائتلافي ځواکونه وایي چې حوثي شعیه یاغیان په ایران کې جوړ شوي توغندي په سعودي عربستان د توغولو لپاره کاروي.‌

د دې ائتلاف یوه ویاند ډګروال ترکي المالکي مطبوعاتو ته ویلي دي ائتلافي ځواکونه په مناسب وخت او مناسبې رویې د ایران دې عمل ته د ځواب ویلو حق لري.

د حوثي شعیه یاغیانو سیاسي مشر، صالح الصمد په پایتخت صنعا کې بیا په سعودي عربستان حملې ستایلي دي او خبرداری یې ورکړی چې که هوایي حملې دوام وکړي،‌ مونږ د ځان د دفاع لپاره د ټولو امکاناتو نه د کار اخیستو حق لرو.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د یمن د منتخب او په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت په ملاتړ په حوثي شعیه یاغیانو هوایي بمبارۍ کوي خو حوثي یاغیان بیا وایي چې د ایران ګوډاګیان ندي بلکې د یمن په شمال کې د فساد او کنترول په خلاف ملي غورځنګ دي.

ائتلافي ځواکونو په ایران دا تور هم لګولی چې حوثي یاغیانو ته بالاستیک توغندي ورکوي او د نړیوالې ټولنې نه یې غوښتي چې د دې خطرناک حالت سره د مبارزې لپاره دې په ګډه کار وکړي.

ائتلافي ځواکونو د سعودي په پایتخت ریاض کې خبریالانو ته د یو توغندي ټوټې هم وښودې چې حوثي شعیه یاغیانو په ریاض وار کړی و او ویلي دي چې دا توغندي په ایران کې جوړ شوي. د سیاد ۲ په نامه هغه توغندي هم خبریالانو ته وویل شول چې ائتلافي ځواکونه وایي شک لري چېد ایران نه په کښتیو کې یمن ته انتقالیدل.