د بشري حقونو د څار سازمان: افغان معلولین له بشري مرستو لیري ساتل شوي 

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په جنوب ختیځ کې وروستۍ زلزلې ته په اشارې بشري مرستو ته د معلولیت لرونکو کسانو پر نه لاس رسي اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان نن دوشنبه جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې ویلي چې د طبیعي پېښو سره هم مهاله، معلولیت لرونکي وګړي خوراکي موادو او روغتیايي مرستو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي: "معلولیت لرونکي وګړي د یوې ډلې په توګه له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې له زلزلې وروسته د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاو په اړه ارقام نشته او له ډیرو کلونو څنډې ته شوي دي."

په راپور کې ټینګار شوی دی چې مرسته رسوونکي بنسټونه او د معلولیت لرونکو خلکو د حقوقو د ملاتړ ډلې باید یو ځای کار وکړي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې مرستې له تبعیض پرته ټولو ته رسیږي.

یوه افغانه مېرمن چې د معلولیت لرونکو وګړو د یو بنسټ مشري یې کوله، او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د طالبانو تر حاکمېدو وروسته له هیواد څخه وتلو ته مجبوره شوې، د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي: "تر زلزلې وروسته معلولیت لرونکي زیانمن شوي او هغه کسان چې د زلزلې له امله معلول شوي اوس مهال بېړنیو روغتیايي مرستو او کمکي وسایلو ته اړتیا لري."

د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی دی چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د بشري حقونو د نقضېدو تر څنګ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو مسلې، حکومتونه افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

یاد سازمان ویلي چې په افغانستان کې له معلولیت لروونکو وګړو سره مرستې باید د طالبانو په رسمیت پيژندلو مسئلې او سیاست سره تړاو ونلري. د دوی په وینا، که چیري په افغانستان کې له معلولیت لروونکو وګړو سره مرستې ونشي، هغوی به له کړکېچ سره مخ شي.