د بیان آزادۍ د محدودیتونو په هکله اندیښنې؛ طالبان: مطبوعات باید د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي

د طالبانو ویاند په افغانستان کې مطبوعاتو ته ویلي چې د "مطبوعاتو د قانون" سره سم او سالم فعالیت وکړي.

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې نن جمعه جنوري ۲۸ (سلواغې۸) پداسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې دې ډلې په افغانستان کې د خبریالانو د فدارسیون او مطبوعاتي ادارو د غونډې مخه ونیوله.

ښاغلي مجاهد پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "که د افغانستان مطبوعات په ریښتیا په عادي توګه فعالیت کول غواړي، باید خپل د خپرونو جوازونه تمدید کړي او مالیه ورکړي."

د دي فدراسیون یو مسؤل میر علي اکبرزاده ویلي چې دې کنفرانس ته ډیر خبریالان رابلل شوي و خو د طالبانو د "شفاهي لارښوونې" له مخې د غونډې مخه ونیول شو.

ښاغلي اکبرزاده زیاته کړه، "د اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده چې د ستونزې د حل لپاره هر څومره ژر چې امکان لري، د خپل قانون او د طرزالعمل په څرنګوالي پریکړه وکړي."

هغه ټینګار وکړ چې طالبانو ورته امر کړی چې تر دې وروسته د خبري غونډو جوړولو حق نلري.

خو د طالبانو ویاند وایي چې په اوس وخت کې په کابل کې د خبریالانو یو فدراسیون فعالیت کوي او ډیرې مطبوعاتي ادارې یې غړیتوب لري.

د طالبانو ویاند زیاته کړه، " د بل فدراسیون اعلان او یا د هغو مطبوعاتي ادارو غړیتوب چې فعالیت یې څو کاله د مخه بند شوی او یا یې مسؤلین د هیواد څخه تښتیدلي، ښه ګام ندی. داسې کړنې د مطبوعاتو تر منځ د ناسالمې سیالۍ سبب کیږي. "

غبرګونونه:

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دې پریکړه ته په غبرګون کې ویلي چې مطبوعاتو د لاسرسي مخنیوی او د طالبانو لخوا د مطبوعاتو ځپل پدې هیواد کې په خبریالانو "ښکاره برید " دی.

دې سازمان په افغانستان کې د معلوماتو د ورکړې په برخې کې د مطبوعاتو نقش مهم بللی او ټینګار یې کړی چې پدې هیواد کې خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي باید په آزاده توګه کارا وکړي او د هغوي حفاظت دې وشي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم ویلي چې د خبري غونډو مخنیوی پدې هیواد کې د بیان په آزادۍ محدودیت دی.

یوناما د طالبانو څخه غوښتي و چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ دې وکړي او د هغو کسانو د محدود کولو هڅه دې نکوي چې فکر کیږي بل ډول نظر لري.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي و چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې په رسنیو کې د موسیقۍ او تفریحي خپرونو او ښځو د غږونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

دغې کمېټې ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۲) پخپل اونیز راپور کې ویلي چې په رسنیو دغه محدودیتونه تر ډيره په تخار، بلخ، جوزجان او غور ولایت کې وضعه شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې طالب چارواکو په تخار کې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي چې د هغو سریالونو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د ښځو څیرې پکې ښکاري او "په راډیوګانو کې هم باید د ښځو غږونه وانه اوریدل شي."