میلیونونه ایرانیانو د سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د سلیماني مړی د سې شنبې په ورځ په کرمان کې خاورو ته سپارل کیږي

د قاسم سلیماني د جنازې د لمونځ امامت د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه وکړ. د سلیماني د جنازې په مراسمو کې چې تهران کې ترسره شول د ایران د ولسمشر حسن روحاني ترڅنگ گڼ شمیر چارواکو برخه اخیستې وه.

د ایران د دولتي ټلویزیون له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې ایات الله خامنه ایي د سلیماني د جنازې د ادا کولو په مهال اوښکې تویوي او په لسګونو زرو کسانو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی.

د تهران پولیس وایي په دغو مراسمو کې تر میلیون ډیرو ایرانیانو گډون کړی و.

د قاسم سلیماني لور زینب سلیماني د پلار د جنازې په مهال د تهران په پوهنتون کې زرگونو خلکو ته په وینا کې وویل چې امریکایان به په امن کې پاتې نه شي.

زینب سلیماني وویل: د هغو امریکایي عسکرو کورنۍ چې په سوریې، عراق، لبنان، افغانستان، یمن او فلسطین کې په جګړو کې د امریکا د سپکاوي شاهدان دي، هغه دې د خپلو عزیزانو د مرګ په انتظار ورځې وشمیري.

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب یو قوماندان د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې له سیمې نه د امریکایي عسکرو بشپړ وتل به د جنرال قاسم سلیماني وژل تلافي کړي.

جنرال امیر علي حاجي زاده وویل د یو څو توغندیو ویشتل یا حتی د ډانلډ ترمپ وژل به هم د قاسم سلیماني مرگ تلافي نکړي.

د حاجي زاده په وینا یوازنی شی چې د هغه مرگ تلافي کولای شي، هغه له سیمې نه د امریکایي عسکرو بشپړ وتل دي.

خو د ایران د چارو کارپوه هوشنگ امیر احمدي وایي چې ایران ښایي د جنرال سلیماني د وژنې غچ واخلي خو د دواړو هیوادونو ترمنځ به پراخه جگړه رامنځ ته نشي.

۶۲ کلن سلیماني، چې د قدس ځواک قوماندان و، له خپل هيواده د باندې د ایران د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه درلود.

ایت الله خامنه يې د قاسم سلیماني تر وژل کیدو سمدستي وروسته، اسماعیل قاآني د هغه ځای ناستی اعلان کړ. د قدس نوی قوماندان، جنرال اسماعیل قاآني هوډ کړی چې د سلیماني لاره به تعقیب کړي.

قاآني وویل "موږ ژمن یو چې د شهید سلیماني لارې ته لکه د پخوا په څیر په کلکه، دوام ورکوو. د هغه د شهادت په بدل کې موږ له سیمې نه امریکا په بیلابیلو مرحلو کې وباسو."


د سلیماني مړی د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ٥) له عراقه ایران ته یووړل شو. د سلیماني جنازه د ایران له څوښارونو تیریږي او د سې شنبې په ورځ (جنورۍ ٦) به د هغه په پلرني ټاټوبي کرمان کې خاورو ته وسپارل شي.

ایران د دوشنبې او سې شنبې په ورځو عمومي رخصتي اعلان کړې ده.